محمد فهیم هاشمي: ارزانه او لوړ کیفیت لرونکی انټرنيټ د هر افغان حق دی

Author image
enayat_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۷ - ۱۶:۳۰
دیدار

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، نن دوشنبه د سلواغې میاشتې اوومه نېټه د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له رییس او ورسره پلاوې سره ولیدل.
په دغه ناسته کې، ښاغلي هاشمي د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس احسان الله بیات سره، د نوري فایبر له کړۍ (رنګ) سره د دغه شرکت نښلولو او انټرنیټ بییو راکمولو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي هاشمي ټینګار وکړ: «ارزانه او لوړ کیفیت لرونکی انټرنیټ د هر افغان حق دی او زمونږ مسوولیت د ښو خدمتونو وړاندې کولو په پار خصوصي سکټور ته وده ورکول دي
په دغه ناسته کې، د افغان بیسیم مخابراتي شرکت عمومي رییس، د معیاري خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د همکارۍ ژمنې تر څنګ زیاته کړه: «مونږ په ارزانه بیه د لوړ کیفت انټرنیټ وړاندې کولو په برخه کې جدي کار کوو

دیدار

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته