لوګر ولایت مرکز کې د نوري فایبر د نښلولو د کار له جریان څخه څارنه وشوه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۲:۲۳
ولایت لوگر

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت په هدایت، د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اټرا ولایتی ادارې او افغان ټلیکام مخابراتي شرکت ګډ مسلکي ټیم لخوا د یاد ولایت په مرکزی سیمو کې د اف تی تی اچ پروژی د پرمختګ او پلی کیدو په موخه د نوري فایبر د نښلولو د کار له جریان څخه څارنه تر سره شوه.

د دې څارنې په ترڅ کې د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس لخوا د چارو د سم مدیریت په موخه لازمې لارښوونې وشوې، ترڅو چارې د قانون او کړنلارې سره سم ترسره شي.

همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښونې په اساس د یاد ولایت د برکي برک ولسوالۍ په الله داد خیلو سیمه کې د مخابراتي خدمتونو د برابرولو په موخه سروې هم ترسره شوه چې په نږدې راتلونکي کې به یادې سیمی ته د مخابراتي خدمتونو د رسولو چارې پیل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته