لوګر ولایت مرکز کې د نوري فایبر د نښلولو د کار له جریان څخه څارنه وشوه

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت په هدایت، د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اټرا ولایتی ادارې او افغان ټلیکام مخابراتي شرکت ګډ مسلکي ټیم لخوا د یاد ولایت په مرکزی سیمو کې د اف تی تی اچ پروژی د پرمختګ او پلی کیدو په موخه د نوري فایبر د نښلولو د کار له جریان څخه څارنه تر سره شوه.
د دې څارنې په ترڅ کې د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس لخوا د چارو د سم مدیریت په موخه لازمې لارښوونې وشوې، ترڅو چارې د قانون او کړنلارې سره سم ترسره شي.
همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښونې په اساس د یاد ولایت د برکي برک ولسوالۍ په الله داد خیلو سیمه کې د مخابراتي خدمتونو د برابرولو په موخه سروې هم ترسره شوه چې په نږدې راتلونکي کې به یادې سیمی ته د مخابراتي خدمتونو د رسولو چارې پیل شي.