د نورستان ولایت منډول ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د هیواد محرومو سیموته د مخابراتي چوپړتیاو د پراختیا په موخه د نورستان ولایت منډول ولسوالۍ ګډوال سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې یو مخابراتي سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد مخابراتي سایټ په فعالېدو سره به د یادې او شا و خوا نږدې سیمو اوسیدونکي له مخابراتي خدمتونو برخمن شي او کولای شي له انټرنټي او مکالماتي چوپړ ګټه پورته کړي.
د یادولو وړ ده نورستان ولایت د منډول ولسوالۍ اوسېدونکو د هېواد لرو پرتو سیمو ته د ځانګړې پاملرنې له کبله د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت مشرتابه او ولایتي ریاست خوشي څرګنده کړه.
