له مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره د چین سفارت د همکاریو ژمنې!

Author image
enayat_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱ - ۱۱:۴۹
چین


چهارشنبه د روان ۱۳۹۸ کال د سلواغې میاشتې دېرشمه نېټه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي په خپل کاري دفتر کې د چین له سفیر (وانګ یو) سره وکتل.
په دغه ناسته کې دواړو لوریو پر بېلابېلو موضوعاتو  لکه، د واخان بندر دهلېز، بنډویټ، نوري فایبر، برېښنايي سوداګرۍ یا  (e-Trade)، e-commerce، مخابراتي وسایلو، د دولتي مخابراتي شرکتونو پر کیفیت لوړونې او افغانستان کې د چین هیواد پر فعالو کمپنیو خبرې وکړې.

چین


د ښاغلي وانګ یو په وینا، په افغانستان کې باید د چین هیواد ISP یا د انټرنیټي خدمتونو وړاندې کونکې شرکتونه پانګونه وکړي، ځکه په وینا یې دلته د مخابراتو وزارت له خوا ورته ښې زمینې برابرې شوې، چې باید ترې ګټه واخلي.
په دغه ناسته کې ښاغلي هاشمي د چین له سفیر څخه د مننې تر څنګ وویل: «مونږ په مخابراتي برخه کې په مناسبه بیه د چین هیواد له لوړ کیفیت لرونکو معتبرو انټرنیټي شرکتونو څخه هر راز ملاتړ ته چمتو یو.
د ناستې په پای کې په افغانستان کې د چین هیواد سفیر، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له مشرتابه سره په مخابراتي برخه کې د هر اړخیز ملاتړ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته