له رییل ټایم سیسټم سره د (ام ټې ان) شبکې پر وصلولو د مخابراتو سرپرست وزیر ټینګار

ashiq_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۳ - ۱۳:۴
تأکید سرپرست و نامزد وزیر مخابرات بر پیوستن شرکت MTN به سیستم ریل‌تایم

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، نن چهارشنبه د ام ټې ان مخابراتي شبکې له اجراییه رییس سره د لیدنې پر مهال له دې شرکت څخه غوښتنه وکړه، چې د مخابراتي مالیې محصولاتو په برخه کې د روڼتیا په پار دي ژر تر ژره له رییل ټایم سیسټم سره وصل شي. ښاغلي هاشمي همدا راز ټینګار وکړ، د دغه شرکت مسوولین باید د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د لا ښه والې په پار کار وکړي، څو هیوادوال وکولای شي د دغې شبکې له لوړ کیفیت خدمتونو څخه برخمن شي. په ورته وخت کې، د ام ټې ان مخابراتي شرکت اجرایه رییس له رییل ټایم سیسټم سره د تړل کېدو په برخه کې بشپړ چمتووالی وښود او ډاډ یې ورکړ، چې د دغې شبکې مخابراتي خدمتونو د لا ښه والې په موخه تازه پراختیايي پروګرامونه تر لاس لاندې لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته