فهیم هاشمي: له فساد سره د مبارزې په موخه د ډېری ادارو دیجیتلي کېدو ته چمتو یو

Author image
enayat_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۲ - ۱۴:۱
مبارزه فساد اداری

 

نن سه شنبه د لېندۍ میاشتې دوولسمه نېټه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، له اداري فساد سره د مبارزې په ښوونیز پروګرام کې ګډون وکړ.
دغه ښوونیزه غونډه، چې له فساد سره د مبارزې ځانګړي سکرتریت، لویې څارنوالۍ او مخابراتو وزارت مشرتابه په ګډون، د معلوماتي ټکنالوجۍ په انستیتیوت کې جوړه شوې وه، له اداري فساد سره د مبارزې بنسټیزه کېدل یې محوري موخه وه.

د مبارزی سره فساد


د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر غونډې ته د وینا پر مهال وویل، په هیواد کې ډیجیټلي بدلون له فساد سره د مبارزې اساسي تګلاره ده.
نوموړي زیاته کړه: « د فساد پر وړاندې مبارزې یوه اساسي لاره د دولتي ادارو دیجیتلي کېدل دي، چې په دې برخه کې مخابراتو وزارت له اړوندو ادارو سره همکار دی.»
د هغه په وینا، د وزارت مشرتابه له لومړنیو ژمنو څخه یوه یې له فساد سره د مبارزې موضوع وه، چې په دې برخه کې پام وړ لاسته راوړنې هم لرو.
ښاغلي هاشمي وویل: «مونږ د برېښنايي حکومتولۍ له پاره اغېزمن پلانونه لرو، چې د اداري فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې به اغېزمن تمام شي.»
ښاغلي هاشمي، رییل ټایم سیسټم، د موټر چلولو ځیرک جوازونه او د برېښنايي پېژندپاڼو وېش، د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې سترې لاسته راوړنې یادې کړې.
محمد فهیم هاشمي، له فساد سره د مبارزې اوږد مهاله پلانونو په اړه وویل: «مونږ په راتلونکې کال کې له اداري فساد څخه د زیانمن شویو برخو پېژندنې او پر وړاندې یې د مبارزې په تړاو اوږدمهاله مطالعاتي پروګرامونه هم لرو»
په غونډه کې د لویې څارنوالۍ د فساد پر وړاندې مبارزې مرستیال خواجه عبدالحق احمدي، د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې د  مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له کړنو د ستاینې تر څنګ ټینګار وکړ، چې دغه شومه پدیده د خلکو او حکومت تر مېنځ باور له مېنځه وړي او د عامه پانګو د نزولس لامل ګرځي.


ښاغلي احمدي وویل: له فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومت د ټینګې ارادې تر څنګ، نړیواله ټولنه هم د دې پديدې په محوه کولو کې د افغان حکومت ملاتړ کوي.
ښاغلي احمدي زیاته کړه، « مونږ هیله مند یو، چې مخابراتو وزارت د لویې څارنوالۍ نورې ادارې چارې هم برېښنايي کړي.»
په غونډه کې له فساد سره د مبارزې سکرتریت رییس یما ترابي وویل: «له فساد سره د مبارزې په برخه کې تر ټولو اغېزمنه چاره د دولتي اداري چارو دیجیتلي کېدل دي»
بل خوا په غونډه کې له فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز رییس فضل سلطان ساپي، له فساد سره د مبارزې برخې دیجتلي کېدو ستاینه وکړه.
ښاغلي ساپي، همدا راز د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې، د مخابراتو وزارت سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي له ورستیو هڅو د ستاینې تر څنګ ټینګار وکړ، چې په دې برخه کې د مخابراتو وزارت هر اړخیز ملاتړ ته چمتو دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

دایکنډي ولایت یو شمیر ولسوالیو کې د دریو مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه

د سلام مخابراتي شبکې د دریو سایټونو چې د ټي ډي اف دلسمې پروژې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۰:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۹:۵۸
Background image

بېرته خبرونه ته