فراه ولایت کې ۷۴ کیلومټره د نوري فایبر کیبل پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۲ - ۸:۴۱
ولایت فراه فایبر نوری

د هېواد غربي سیمې فراه ولایت له مرکز څخه بیا د فراه رود ولسوالۍ تر دوراهي سیمې پورې د نوري فایبر ۷۵ کیلومټره کیبل د ۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یاد ولایت د والي محترم مولوي غوث الدین رهبر، قومي مشرانو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست رئیس ملا عبدالمجید ابوذر له لوري افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، د نوري فایبر یاده پروژه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په هدایت او د ولایتي ریاست او اړونده شرکت په مرسته د ۸ میاشتو په موده کې تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه چې د فراه ولایت مرکز سربیره به اته ناحیې له دې کیبل سره وصل شي او نیږدې راتلونکي به یې مزي ټولو ولسوالیو پورې وغځول شي.

فراه ولایت د هېواد ۲۶م ولایت شو چې د نوري فایبر کیبل سره نښلول کېږي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۳:۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د جوزجان ولایت له والي سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د جوزجان ولایت والي قاري صاحب ګل حیدر سره په یاد ولایت کې...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۳:۰
Background image

د نورستان ولایت منډول ولسوالۍ کې دافغان بیسیم مخابراتي شرکت نوی سایټ په فعالیت پیل وکړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښوونه د نورستان ولایت منډول ولسوالۍ کې...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۲:۵۲
Background image

پروان ولایت کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د نوري فایبر د غځولو له چارو څخه څارنه وشوه

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او تخنیکي ټیم د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته