فراه ولایت کې ۷۴ کیلومټره د نوري فایبر کیبل پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

naweed_admin
Sat, Jun 01 2024 8:41 AM
ولایت فراه فایبر نوری

د هېواد غربي سیمې فراه ولایت له مرکز څخه بیا د فراه رود ولسوالۍ تر دوراهي سیمې پورې د نوري فایبر ۷۵ کیلومټره کیبل د ۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یاد ولایت د والي محترم مولوي غوث الدین رهبر، قومي مشرانو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست رئیس ملا عبدالمجید ابوذر له لوري افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، د نوري فایبر یاده پروژه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په هدایت او د ولایتي ریاست او اړونده شرکت په مرسته د ۸ میاشتو په موده کې تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه چې د فراه ولایت مرکز سربیره به اته ناحیې له دې کیبل سره وصل شي او نیږدې راتلونکي به یې مزي ټولو ولسوالیو پورې وغځول شي.

فراه ولایت د هېواد ۲۶م ولایت شو چې د نوري فایبر کیبل سره نښلول کېږي