د ISE دپارټمنت سرور خونې او لابراتوارونو لپاره د IT تجهزاتو چمتو او پیرلو د داوطلبی بیا ځلی اعلان

ashiq_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location Kabul

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داوطلبۍ د شرایطو وړ غوښتونکو ته بلنه ورکوی چې د آی ټي لب او سرور خونې ته د تجهزاتو چمتوکولو  د داوطلبۍ په بهیر کې برخه واخلي. او خپل آفرونه او د داوطلبۍ اسناد، د شرط پاڼې، قانون او تدارکاتي کړنلارو سره سم په 10:00 بجو (سه شنبه) د 16/07/1398 نیټه  د مخابراتو وزارت ودانۍ په  14پوړ کې د تدارکاتو ریاست دفتر ته وسپاري. ناوخته او د ایمیل له لارې رسیدلي آفرونه نه منل کیږي. همداراز غوښتونکي کولای شي چې شرط پاڼه د ملي تدارکاتو د ویب پاڼې WWW.NPA.GOV.AF  او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویب پانېWWW.MCIT.GOV.AF    له لارې ترلاسه کړي او همدا ډول کولای شي چې د تدارکاتو لوي مدیریت څخه په فلش کې هم ترلاسه کړي.

د آفر ضمانت چې یو سلو او اویازره/ 170000 افغانۍ کیږي د بانکي تضمین په بڼه دی د غونډې په پیل کې اخیستل کیږي د آفرګشایي غونډه د 1398 کال د تلې د میاشتې په 16 نیټه (د سه شنبې په ورځ) د سهار په لسو بجو د مخابراتو وزارت په 14 پوړ د تدارکاتو ریاست په دفتر کې پیل کیږي.

د یادونې وړ ده چې د خبرتیا پیسې د وزارت خزانه دار ښاغلي محمد دیدار لخوا ورکول کیږي، آویزونه او اعلان کتنګ د باید په رسمي شکل د تدارکاتو دفتر ته وسپارل شي.

 

Documents

د ISE دپارټمنت سرور خونې او لابراتوارونو لپاره د IT تجهزاتو چمتو او پیرلو د داوطلبی بیا ځلی اعلان

More tenders

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳۰ - ۱۰:۰ کابل
Background image

د افغان ټیلی کام ( سلام) مخابراتی شرکت د سایټونو شریکولو اعلان!

افغان ټیلی کام مخابراتی شرکت غواړی د هیواد ټولو ولایاتو کی خپل نوی او موجوده سایټونه د آټرا اداری د اصولو مطابق د

دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۷ - ۱۰:۴۳ کابل
Background image

د پُست ریاست لپاره د پُستي خدمتونو ای ټي تجهیزاتو د چمتوکولو قرارداد د ورکړې اعلان

د تدارکاتو قانون د 43 مادې د 2 فقرې په اساس خبر ورکول کیږي چې د مخابراتو او معلواتي ټکنالوجۍ وزارت، د پُست ریاست د پُستي خدمتونو لپاره د ای ټي تجهیزاتو پروژه د کاتریچ ګلوب شرکت ته چې د . . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۷ - ۱۰:۳۴ کابل
Background image

ولایتونو او داخلي پاسپورت سیسټم ته د پاسپورټ آنلاین نښلولو پروژې لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ تجهیزاتو چمتو کولو د قرارداد ورکړې اعلان

د تدارکاتو قانون د 43 مادې د 2 فقرې په اساس خبر ورکول کیږي چې د مخابراتو او معلواتي ټکنالوجۍ وزارت، د ولایتونو او داخلي پاسپورت سیسټمونو

Back to tenders