د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د ابتکار او آسانتیا مرکز لپاره د کلني مصنوعي ځیرکتیا د روزنې او د کارونې وړ وسایلو (یوزرونو) د تهيې او پېرودلو پروژې د قرارداد د ورکړې پرېکړې اعلان
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
په دې وسیله، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې له مخې، د عامو خلکو خبرتیا ته رسېږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د ابتکار او آسانتیا مرکز لپاره د کلني مصنوعي ځیرکتیا د روزنې او د کارونې وړ وسایلو (یوزرونو) د تهيې او پېرودلو پروژه د کابل ښار د لسمې ناحیې، شهرنو، د حاجي یعقوب څلورلارې، مسلم پلازا کې مېشت اکاشیا ټکنالوژۍ شرکت ته د درې میلیونه، اووه سوه پنځلس زره او دوه سوه لس (۳,۷۱۵,۲۱۰) افغانیو په ارزښت د ورکړې پرېکړه کړې ده.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) کاري ورځو پورې، د خپلو دلایلو سره یوځای، په لیکلې بڼه د تدارکاتو ریاست ته، چې د ۱۸ منزله ودانۍ په ۱۴م پوړ کې موقعیت لري، د تدارکاتو د اصولو له احکامو سره سم وړاندې کړي.
دا اعلان د قرارداد د عقد په معنا نه دی، او تر هغه چې پورته یاده شوې موده بشپړه نه شي او ورپسې قانوني مراحل بشپړ نه شي، قرارداد به نه منعقد کېږي.
والسلام
الحاج حافظ محمد امین جان "عمري"
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري معین
