د 4G خدمتونو پراختیا په اړه، د افغان ټلیکام مدیره هییت ناسته

Author image
enayat_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳ - ۱۶:۱
m


دغه ناسته د معلوماتي ټکنالوژۍ، ساینس او مخابراتو سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي په مشرۍ، د افغان ټلیکام شرکت بېلابېلو رییسانو او د بورډ غړو په ګډون تر سره شوه.
په ناسته کې د کرونا ویروس له امله را ولاړو شویو ناخوالو سره سره د افغان ټلیکام شرکت د ورستیو میاشتو پر کړنو، ننګونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په تړاو خبرې اترې او لازمي لارښوونې وشوې.
په ناسته کې د مالي، عملیاتي، بي سیم، سوداګریزو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییسانو د (ای ټي بنسټونو پرمختګ) (FTTH) (Transit Hub) او 4G  خدمتونو د پراختیا پروژو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.
د بورډ غړو په ناسته کې ټینګار وکړ، د دغه شرکت شاوخوا ۱۶۰ داسې مخابراتي سایټونه چې سوځېدلي او یا هم له مېنځه تللي باید له بیرته رغول کېدو وروسته فعاله شي.

m

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۶:۲۷
Background image

خوست ولایت مرکز او یوشمیر ولسوالیو کې د اتصالات مخابراتي شرکت د څلورو سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د خوست ښار د متون په ماجاني، د دوه سوه فامیلیو (B) پروژې، د مندوزیو ولسوالۍ په دوسرکې اود تڼیو ولسوالۍ په دورملکه سیمو کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۵:۸
Background image

د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

په دې ناسته کې، د مخابراتي شرکتونو استازو د خپل پرمختیايي پلانونو په اړه معلومات وړاندې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image

بېرته خبرونه ته