د 4G خدمتونو پراختیا په اړه، د افغان ټلیکام مدیره هییت ناسته

دغه ناسته د معلوماتي ټکنالوژۍ، ساینس او مخابراتو سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي په مشرۍ، د افغان ټلیکام شرکت بېلابېلو رییسانو او د بورډ غړو په ګډون تر سره شوه.
په ناسته کې د کرونا ویروس له امله را ولاړو شویو ناخوالو سره سره د افغان ټلیکام شرکت د ورستیو میاشتو پر کړنو، ننګونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په تړاو خبرې اترې او لازمي لارښوونې وشوې.
په ناسته کې د مالي، عملیاتي، بي سیم، سوداګریزو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییسانو د (ای ټي بنسټونو پرمختګ) (FTTH) (Transit Hub) او 4G خدمتونو د پراختیا پروژو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.
د بورډ غړو په ناسته کې ټینګار وکړ، د دغه شرکت شاوخوا ۱۶۰ داسې مخابراتي سایټونه چې سوځېدلي او یا هم له مېنځه تللي باید له بیرته رغول کېدو وروسته فعاله شي.
