د ۲۴۰ نویو مخابراتي ستنو د نصب تړون لاسلیک شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

 

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند اترا ادارې نن له دریو لویو مخابراتي شرکتونو افغان تلیکام، روشن او افغان بیسیم  سره د ۲۴۰ ټاورونو یا مخابراتي ستنو د نصب تړون  لاسلیک کړ چې له مخې به یې ۴۸۰۰۰۰ څلور لکه او اتیا زره هغه هېوادوال چې له دې مخکې یې مخابراتي خدمتونو ته کم لاسرسی درلود یا هم بیخي له یادو خدمتونو بې برخې وو د مخابراتي او معلوماتي خدمتونو ترپوښښ لاندې به راشي.

 

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د قانون پربنسټ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزات اترا اداره مسؤلیت لري چې په ټول افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو د آسانتیاوو د راوستلو لپاره لار هواره کړي.

که څه هم لیرو پرتو سیمو ته د مخابراتي شرکتونو لخوا د شبکو د پراختیا په لست کې د لوژستیکي ستونزو، د پانګې اچونې له پلوه د لوړو لګښتونو او د ټیټو عوایدو د لاس ته راوړلو له امله په وروستي پړاو کې ځای ورکول کېږي، نو له دې امله اترا ادارې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د قانون له حکمونو او د نړیوال معمول له پروسیجر سره سم د کلیوالو او لیرو پرتو سیمو تر مخابراتي پوښښ لاندې راوستلو لپاره د مخابراتو د پراختیا صندوق په نامه یو صندوق جوړ کړی دی.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د قانون د حکمونو پر بنسټ مخابراتي شرکتونه مکلف دي چې د خپلو خالصو عوایدو څخه ۲،۵ سلنه  په ربعوار شکل په نوموړي صندوق کې جمع کړي.

د هېواد د ۳۴ ولایتونو په یو تعداد ولسوالیو کې د ذکر شویو دلایلو له مخې شرکتونه دې ته حاضر نه ؤ چې خپلو مخابراتي خدمتونو ته په هغو سیمو کې پراختیا ورکړي نو د ذکرشوې پالیسۍ سره سم اترا ادارې د ټولیز لاسرسي پروژې پیل کړې، چې په دې برخه کې د ټولیز لاسرسي شپږ پروژې پلې شوې او یاده پروژه چې افغان تلیکام، افغان بیسیم او روشن مخابراتي شرکتونه سره يې تړون لاسلیک شو اوومه پروژه کېږي. نو پردي بنسټ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ټولیز لاسرسي اوومه پروژه چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو په ۱۷۳ولسوالیو کې ۲۴۰ ټاورونه لګوي، په کار واچوله او د داؤطلبۍ له اعلان وروسته په نوموړې پروژه کې لاندیني شرکتونه ګټونکي اعلان شول:

افغان ټلیکام:          (۸ ) سایټونه

افغان بیسیم:          (۳۷) سایټونه

روشن:               (۱۹۵) سایټونه

د یادولو وړ ده چې اوس مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هېوادوالو ته د لا اغېزمنو، مثبتو او باکیفیته خدمتونو په وړاندې کولو سره د هېواد څه باندې ۸۸ سلنه د اوسېدو سیمې د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راوستلې دي چې د یادې پروژې په تطبیق سره به  یاده کچه ۹۱ سلنه ته لوړه شي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې داتصالاتو مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد مخابراتي سايټ په جوړېدو سره به د لښکرګاه ښار بی ټي ون سیمې سربیره ډیری نیږدې سیمې له انټرنټي او مکالماتي...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۳
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي ټیمونو له لوري یو شمېر امارتي وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تخنیکي او مسلکي ټیمونو له لوري په بېلابېلو وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۳۸
Background image

میدان وردګو ولایت کې د لوړ تناژ ترازوګانو سیسټم جوړ او تطبیق شو

د یاد سیسټم په تطبیق سره به نه یوازې چارې آسانه او چټکې شي بلکې له مخې به یې په قانوني ډول د غټو موټرانو د بار اندازه...

بېرته خبرونه ته