د ښاغلي سید مسعود صمیم لنډ ژوند لیک

Masoud Samim HR Director in MCIT

سید مسعود صمیم د بشري سرچینو متخصص دی، چې د اوو کالونو څخه یې زیاته موده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په وزارت کې د بشري سرچینو ریاست د رئیس په توګه دنده ترسره کوي

ښاغلی صمیم د ازادې سیالۍ له لارې د وړتیاوو لوړولو(SBR)   پروګرام پر بنسټ په دوهمه رتبه بست کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند د بشري سرچینو ریاست د رئیس په توګه ګمارل شوی دی، نوموړي د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړي دي.

په اداره او تجارت کې یې ماسټري او د کابل پوهنتون د اداره او دیپلوماسۍ په برخه کې د لیسانس دوره بشپړه کړي ده.

ښاغلی صمیم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پارلمان لخوا د ښو کړنو له امله په بار بار ستایل شوی دی. دی دیارلس کاله کاري تجروبه لري د مدیریتي په بیلا بیلو کچو (د مثال په ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د ګمارنې بورډ کاري کارپوه د اوبو او انرژۍ وزارت د بشري سرچینو رئیس د افغانستان د پانګونې ملي ادارې د څار او ارزونې رئیس په توګه) دندې ترسره کړي دي.

  

 

contact  ۷۰۰۰۰۴۸۹۸(۰)۹۳+

email icon  masoodsamim@yahoo.com

facebook icon  Sayed Masoud Samim

website  www.mcit.gov.af