د څیړنې او نوښت مرکز (د معلوماتي ټکنالوجۍ لومړی او دویم لاټ) رامینځته کولو لپاره د داوطلبي اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

داوطلبی شمیره: MCIT/1400/NCB/G-27

د قرارداد نوعیت: بالمقطع

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داوطلبۍ د شرایطو وړ غوښتونکو ته بلنه ورکوی چې د څیړنې او نوښت مرکز (د معلوماتي ټکنالوجۍ لومړی او دویم لاټ) رامینځته کولو لپاره د اعلان د داوطلبۍ په بهیر کې برخه واخلي. او خپل آفرونه او د داوطلبۍ اسناد، د شرط پاڼې، قانون او تدارکاتي کړنلارو سره سم په ۱۰:۰۰ بجو د ۱۴۰۰/۵/۴  نیټه  د مخابراتو وزارت ودانۍ په  ۱۴ پوړ کې د تدارکاتو ریاست دفتر ته وسپاري. ناوخته او د ایمیل له لارې رسیدلي آفرونه نه منل کیږي.

همداراز غوښتونکي کولای شي چې شرط پاڼه د ملي تدارکاتو د ویب پاڼې WWW.NPA.GOV.AF او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویب پانې WWW.MCIT.GOV.AF  له لارې ترلاسه کړي او همدا ډول کولای شي چې د تدارکاتو لوي مدیریت څخه په فلش کې هم ترلاسه کړي.

د آفر ضمانت چې د لومړی لاټ یو سل او پنځوس زره (۱۵۰۰۰۰) افغانۍ او د دویم لاټ دوه دیرش زره یو سل او شپږ ویشت (۳۲۱۲۶) افغانۍ کیږي د بانکي تضمین په بڼه د غونډې په پیل کې اخیستل کیږي د آفرګشایي غونډه د ۱۴۰۰ کال د زمری د میاشتې په ۴ نیټه (د دوشنبې په ورځ) د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د مخابراتو وزارت په ۱۴ پوړ د تدارکاتو ریاست په دفتر کې پیل کیږي.

د یادونې وړ ده چې د خبرتیا پیسې د وزارت خزانه دار ښاغلي محمد دیدار لخوا ورکول کیږي، آویزونه او اعلان کتنګ باید په رسمي شکل د تدارکاتو دفتر ته وسپارل شي.

سندونه:

PDF د تحقیق او نوښت مرکز رامینځته کولو لپاره د داوطلبي لینک ډاونلوډ کړئ

PDF د څیړنې او نوښت مرکز تخنیکي مشخصاتو لینک

PDF د څیړنې او نوښت مرکز تخنیکي توکو انځورونو  لینک

Doc د څیړنې او نوښت مرکز د رامینځته کولو د داوطلبی د اعلان مکتوب

په درنښت

معصومه خاوري

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیره

 

 

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۰:۴۶ کابل
Background image

د افغانستان د انټرنېټ تبادلې مرکز (نکسا) د پروژې د غوښتنلیک مخکېني غونډې سپیناوي او پېښې

طوریکه در جریان قراردارید اعلان داوطلبی و شرطنامه پروژه...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۹:۰ کابل
Background image

د امنیتي کامرو د تجهیز او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د ودانۍ د ساحې دیجیتلي کېدو د پروژې د داوطلبۍ اعلان

او خپلې آفرونه د شرطنامې شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل له مخې ترتیب کړي او...

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۵:۳۲ کابل
Background image

د افغانستان د انټرنېټ د تبادلې مرکز (نکسا) د داوطلبۍ اعلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له ټولو شرایط پوره کوونکو داوطلبانو څخه بلنه ورکوي، تر څو د افغانستان د انټرنېټ...

Back to tenders