د پوهنې اصلاحاتو په ملي سمپوزیم کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر ګډون:

Author image
enayat_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۶ - ۱۶:۵
وزیر

 

 

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، نن دوشنبه د ۱۳۹۸ کال د مرغومې میاشتې۱۶ نېټه، «د غوره اصلاحاتو- او پرمختللی معارف» تر شعار لاندې، د پوهنې وزارت په ملي سمپوزیم غونده کې ګډون وکړ.

دغه غونډه، د پوهنې وزارت مشرتابه هییت، یو شمېر لوړپوړو دولتی چارواکو او کابینې ځینو وزیرانو په ګډون، د پوهنې وزارت وظیفوی جوړښ بیا کتنې او څار په موخه جوړه شوې وه.

د غونډې په پیل کې، د پوهنې وزارت سرپرست وزیر ډاکتر محمد میرویس بلخی، د هیواد ښوونې او روزنې بهبود او معیاریتوب ته په اشارې سره وویل: «په دغه وزارت کې د کار له پیله څېړنو او ارزونو درې مهم لومړیتوبونه رامخته کړل.»

د هغه په وینا: « له تخصصي پلوه وازت پر یوه سالمه اداره بدلول، د وزارت جوړښتي برخه کې د اصلاح او سموونې تګلارې بشپړول او د اسنادو پلې کولو ډولونه، هغه درې سترې موخې دي چې د پوهنې وزارت له لومړیتوبونو څخه شمېرل کیږي.»

په ورته وخت کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمی، په غونډه کې د جوړ شوي سمپوزیم د ارزښتونو په اړه خبري وکړې او زیاته یې کړه:« اړینه ده، څو ټولنې ته داسې زده کوونکې وړاندې کړو، چې له راتلونکې ډیجیټلي ټولنې سره توافق وکړای شي.»

ښاغلي هاشمی ټینګار وکړ: «په نیږدې راتلونکې کې به د هیواد په کچه شاوخوا زر ښوونځي انټرنیټ اسانتیاوو ته لاسرسی ولري.»

بل خوا په دغه سمپوزیم کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون عمومي رییس محمد نادر نادري، په پوهنې وزارت کې د جوړښتي او وظیفوي اصلاحاتو په برخه کې د یاد کمیسیون له هر اړخیز ملاتړ څخه ډاډ ورکړ.

په غونده کې، د بشري حقونو په برخه کې د دولت وزیري سیما ثمر هم له حقوقي اړخه ټولو هیوادوالو ته د زده کړو اسانتیاوو برابرولو پر مکلفیت د ټینګار تر څنګ زیاته کړه،« دا ډول سمپوزیم جوړول د پوهنې پر برخه کې اغېزمنتیا او اصلاحاتو ته لاره هواوروي، چې مونږ یې هرکلی کوو.»

وزیر

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۹:۵۵
Background image

مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د چین هېواد انټرنټ نړیوال کنفرانس کې د ټکنالوجۍ نندارتون د بېلابېلو برخو څخه لیدنه ؤکړه

د کنفرانس په دریمه ورځ یې د ټکنالوجۍ اړوند نندارتون څخه چې د بېلابېلو هېوادونو وزیرانو ګډون کړی و لیدنه ؤکړه او د کوربه هېواد...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۵:۱۳
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس د جوزجان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له ریاست څخه لیدنه وکړه

دغه راز نوموړو محترمو رئیسانو د جوزجان ولایت د کمپیوټر له ښوونیز مرکز څخه هم لیدنه وکړه او د ښوونیزو...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر، ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقانی انټرنټ نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ

د چین ولسي جمهوریت ووژن ښارکې د انټرنیټ نړیوال کنفرانس (the 2024 world internet conference Wuzhen summit) چې...

بېرته خبرونه ته