د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار معید یوسف او مل پلاوي یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له سرپرست وزیر مولوي نجیب الله حقاني او د وزارت له رهبرۍ سره په یاد وزارت کې ولیدل.

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۱ - ۹:۲۳
وزارت مخابرات

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر او د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار په دغې لیدنه کې پر ټیکنالوجۍ ، دوه اړخیزو اړیکو او پر متقابلې همکارۍ بحث او خبرې وکړې.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزیر دغې لیدنه کې وویل، تېرو کلونو کې افغانستان سره د زیربنايي پروژود تمویل او رغونې په برخه کې چا مرسته نه ده کړې، نړیوال او ګاونډیان باید د زیربنا په جوړولو کې خپله همکاري وکړي.

مولوی نجیب الله حقانی

دغه راز سرپرست وزیر پاکستاني لوري ته وویل که پاکستان د فایبر نوري د کېبل د وصل په برخه کې چمتووالی وښيي دا به د دواړو هېوادونو لپاره موثره تمامه شي پاکستان به وکولای شي له دغې لارې تر اروپا ټرانزیټ ولري او جنوب اسیا به له منځنۍ اسیا سره د انټرنټي ټرانزیټ په برخه کې د پاکستان شمول وصل شي.

ښاغلي مولوي نجیب الله حقاني له راغلي پلاوي دغه راز وغوښتل څو د افغانستان په حدودو کې د فریکونسیانو د اخلال مخه ونیسي چې افغان لوری وکولی شي په سم ډول خپلې فریکونسیانې مدیریت او عواید ترې راټول کړي.

ښاغلي مولوي نجیب الله حقاني افغانستان کې د ښه او با کیفیته انټرنټي خدماتو ته د لاسرسي په خاطر له پاکستاني لوري وغوښتل ډارک فایبر افغانستان ته په کرایه ورکړي څو وکولای شي سب مرین کېبل ته پرې لاسرسی پیدا کړو، دغې کېبل ته د لاسرسي په صورت کې افغان حکومت کولی شي نړیوال انټرنیټ سره وصل شي، نرخونه ټيټ او کیفیت لوړ کړي.

نجیب الله حقانی وزیر مخابرات

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت وزیر د خبرو په دوام وویل، پاکستان که څه هم سب مرین کیبل ته لاسرسی لري خو بیا هم د منځنۍ اسیا په نسبت پر افغانستان په جګ نرخ انټرنیټ پلوري، که پاکستان نرخونه ټیټ کړي مونږ کولای شو د نورو هېوادونو په ګډون له پاکستانه هم انټرنیټ تر لاسه کړو او که نرخونه لوړ وي په هغې صورت کې مونږ اړ یو له نورو هېوادونو په ټیټه بیه انټرنټي خدمات تر لاسه کړو.

دغه راز د افغان پوسټ په برخه کې د اسانتیاو یادونه وشوه چې افغانستان ته د پاکستان له لارې د پوسټي خدماتو د لېږد اسانتیاوې رامنځ ته شي.

په پای کې پاکستاني لوري ډاډ ورکړ چې د هغه هېواد لومړي وزیر ویلي پاکستان کولی شي په ګڼو برخو کې افغانستان سره مرستې وکړي.

مشاور شورای امنیت ملی پاکستان

پاکستاني لوري د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حقاني ته وویل دوی افغانستان سره د ای ټي، ظرفیت لوړونې، سمع شکایات او نورو برخو کې همکارۍ ته چمتووالی لري.

د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزیر پاکستاني لوري ته په ځواب کې وویل د اړوندو وړاندیزونو له بررسۍ وروسته به یې په اړه پرېکړه وشي چې څومره ګټور ثابتېدلای شي.

په پای کې دواړوه لوریوو د یوه ګډ تخنیکي ټیم پر جوړولو پرېکړه وکړه څو په راتلونکي کې په اړوندو موضوعاتو بحث وکړي .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۶:۲۳
Background image

د پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر په زده کړه بوخت دي

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې د ټکنالوجۍ د زده کړې او همدا راز د کمپیوټر یو شمېر مهمو پروګرامونو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲
Background image

سمنګانو ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۶ مخابراتى سایټونو ظرفیت لوړ شو

د یاد ولایت د ایبکو ښار مرکز میرکلال غونډۍ، حضرت سلطان ولسوالۍ مرکز او غزنیګګ کلي، د خرم سارباغ ولسوالۍ قره دونګ کلي، دره صوف ولسوالۍ په زیري او د خلم ولسوالۍ په...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنټي شرکتونو ،او غږیزو رسنیو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو...

بېرته خبرونه ته