د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو د فعالیتونو بیرته عادي کېدل

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۳۰ - ۱۲:۳۲
فعال سازی دوباره سایت های مخابراتی ولایات

هغه مخابراتي شبکې چې د هېواد په ګڼو سیمو په تېره بیا په لرو پرتو ولسوالیو کې د ناامنیو، د انټنونو د پرې کېدو او د مخابراتي سایټونو د غیر فعالېدو له امله له کلونو راهیسې غیر فعالې وې د اسلامي امارت له حاکمیت او هېواد کې د بشپړ امنیت له رامنځته کېدو وروسته بیا فعالې شوي او هیواد والو ته په ۲۴ ساعته ډول چوپړتیاوې وړاندې کوي چې ځینې یې په لاندې ډول یادولی شو:

• پروان ولایت کې د افغان ټلېکام شرکت، د سلام شبکې ۳ مخابراتي انټنونه او د MTN مخابراتي شرکت د یوه انټن بیا فعالېدل

• سرپل ولایت کې د سلام شبکې د ۵ انټنونو بیا فعالېدل

• پکتیکا ولایت کې د سلام شبکې د ۹ انټنونو بیا فعالېدل

• سمنګانو ولایت کې د MTN مخابراتي شبکې د ۷ انټنونو بیا فعالېدل

• د TDF د نهمې پروژې له لارې غور ولایت کې د سلام شبکې ۳ مخابراتي انټنونه د افغان بیسیم د یوه انټن او د روشن د مخابراتي شبکې د ۳ انټنونو بیا فعالېدل

•د لوګر خروار ولسوالۍ کې د افغان بېسیم د مخابراتي شرکت د یوه سایټ بیا پرانیستل او همدا ډول ازرې ولسوالۍ کې د MTN مخابراتي شبکې بیا ځلي فعالیت

• د فراه ولایت په شیخ ابو نصر فراهي بندر، انار درې او جوین ولسوالیو کې د هغو سایټونو د بیا جوړېدو چارې پیل شوي چې جګړو کې زیانمنې شوې وې .

• هرات ولایت کې د یو شمیر هغو مخابراتي سایټونو بیا فعالېدل چې تېرو جګړو کې په بشپړ ډول له فعالیته غورځېدلې وې .

•د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې د TAK037 سایټ بیا فعالېدل .

•د کنړ ولایت په دانګام، غازي اباد، ناړۍ، چپې درې، ماڼوګۍ او سرکاڼو ولسواليو کې په ۲۴ ساعته ډول د هغو سايټونو بیا فعالېدل چې په وقفه یي ډول فعالیت کاوه .

•د غزني ولایت قره باغ، اب بند، خواجه عمري، اندړو، مقر او جغتو ولسوالیو کې ټولې هغه مخابراتي شبکې چې پخوا غیر فعالې یا نیمه فعالې وې، په بشپړه توګه فعالې شوي .

همدارنګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبرۍ په هڅو ځینو نورو ولایتونو لکه هلمند، بدخشان، لوګر، فراه، کندهار، غزني، هرات، کنړ او تخار ولایتونو کې چې مخابراتي شبکې په کې کمزورې او یا هم نه وې، مخابراتي شبکو خپل فعالیت پیل کړی او خلکو ته خپلې چوپړتیاوې وړاندې کوي .

د یادونې وړ ده هغه سیمې چې پخوا له مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې وې، په نښه شوي او نوملړ یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزارت سره شریک شوی چې لنډ وخت کې به یې ستونزو ته رسیدګي وشي .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته