د موټر چلولو ځیرک اجازه لیک، یا لایسنس د وېش لړۍ پیل شوه

ashiq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۲ - ۱۱:۴۶
روند توزیع جواز رانندگی هوشمند آغاز شد

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، نن شنبه د وږې میاشتې نهمه نېټه د موټر چلولو برېښنايي یا ځيرک لایسنس د وېش ازمایښتي لړۍ پرانیسته:
د پرانیستې په دغه مراسمو کې، د مخابراتو سرپرست وزیر سربېره، د ترانسپورت سرپرست وزیر یما یاري، د مخابراتو وزارت مالي او اداري معین ډاکټر هادي هدایتي، او د ترافیکو عمومي رییس داود چکري ګډون کړی وو.
ښاغلي هاشمی د پرانیستې مراسمو په پیل کې، دغه لړۍ د افغانانو له پاره یو بل تاریخي ګام وباله او زیاته یې کړه، چې د الکترونیکي لایسنس وېش له ځيرک تذکرو وروسته د برېښنايي حکومتولۍ او پرمختګ پر لور دوهم ستر ګام دی.
د نوموړي په وینا، د ځېرک لایسنس وېش به د فساد په مخنیوي او له ترې ګټه اخیستنه به یې د برېښنايي حکومتولۍ په برخه کې زیاته مرسته وکړي.

Beginning pilot distribution process of electronic driving license

ښاغلي هاشمي هیله څرګنده کړه، چې نورې دولتي ادارې هم ورته اقدام وکړي، څو د حج کارتونه او د افغانانو وېزې هم برېښنايي شي.
د ترانسپورت سرپرست وزیر یما یاري په دغه مراسمو کې وویل، ترانسپورت وزارت په خپل ټول توان سره د موټر چلولو جواز په برېښنايي کېدو کې هڅه کړې او له زیاتو ننګونو سره سره دغه لړۍ په ښه توګه روانه ده.
نوموړي د ځیرک لایسنس وېش د حکومتي ادارو تر مېنځ د ښې همغږۍ مثال وباله او زیاته یې کړه، دغه لړۍ به د یوه مشخص مهال وېش په اساس پر مخ لاړه شي.
په دغه مراسمو کې محمد فهیم هاشمي او یما یاري، د بېلګې په ډول د موټر چلولو ځیرک لایسنس تر لاسه کولو په موخه خپل نومونه ثبت کړل.
د یادونې وړ ده، چې د کابل مرکزي چاپ خونه د برېښنايي لایسنس د چاپ مسوولیت پر غاړه لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندز ولایت مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ ریاست د ډیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز څخه۸۰ تنه زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د مخابراتو رئیس ښاغلي الحاج عبدالواجد عادل ګډونوالو ته...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۷
Background image

لوګر ولایت کې د سایبري امنیت  خطرونو په برخه کې درې ورځینۍ سیمینار تر سره شو

ه دې سیمینار کې د سایبري خطرونو د پېژندنې، سایبري امنیت، د معلوماتو د خوندي ساتنې، د شخصي او اداري معلوماتو د محرمیت، د آنلاین فعالیتونو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۲:۱
Background image

د خوست ولایت په نادرشاکوټ ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ فعال شو

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، اترا ادارې او افغان ټلی‌کام مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته