د مهاتما ګاندي د کلیزي مراسمو کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر ګډون

ashiq_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۱ - ۱۲:۶
اشتراک سرپرست و نامزد وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی در مراسم تجلیل از سالروز تولد مهاتما گاندی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیرمحمد فهیم هاشمي، نن چهارشنبه د تلې میاشتې لسمه نېټه، د هند نوموتي مشر «مهاتما ګاندي» د پیدایښت یو سل او پنځوسمې کلیزې په مناسبت مراسمو کې، چې په افغانستان کې د دغه هیواد سفارت خوا جوړ شوي وه ګډون وکړ.
په افغانستان کې د هند سفیر، په دغه مراسمو کې د ښاغلي هاشمي له ګډون نه د مننې تر څنګ وویل، چې د افغانستان او هند اړیکې مخ په پراخېدو دي، مونږ له افغانستان سره هر اړخیزې همکارۍ ته ژمن یو.
په دغه مراسمو کې ښاغلي هاشمي وویل، «مونږ په داسې حال کې د مهاما ګاندي کلیزه لمانځو، چې نوموړی لا هم د بې عدالیتو او توپیري چلند پر وړاندې د سختې مبارزې الګو او سرلاری یادیږي.

 

Attending 150th birth anniversary of Gandhi

نوموړي وویل، مونږ خوشحاله یو چې له هند سره نه شلېدونکې ملګرتیا لرو او له زړه یو بل ته درناوی لرو، مونږ لا هم د ټکنالوژۍ او ای ټي پرمختګ په برخو کې د هند ملاتړ ته هیله من یو، تر څو افغانستان هم پر یوه ډیجیټلي هیواد بدل کړو.
ښاغلي هاشمي، یو وار بیا د دواړو هیوادونو پر اغېزمنو همکاریو د ټینګار تر څنګ زیاته کړه، چې هند د افغانستان له پاره یو ښه ستراتيژیک ملګری دی او خوښ یو چې دغه هیواد مو تل، د یوه ښه ملاتړ په توګه تر څنګ ولاړ دی.
په دغه غونډه کې، د مهاتما ګاندي د کلیزي په ویاړ یو پستي ټکټ هم پرانیستل شو

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته