د معلولو اشخاصو او شهیدانو د وارثینو څخه د ملاتړ هوکړه لیک

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۴ - ۱۱:۴۴
امضای تفاهم‌نامه حمایت از افراد دارای معلولیت و ورثه شهدا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د شهیدانو وارثینو او معلولو اشخاصو د ستونزو او اړتیاوو د حل په موخه د شهیدانو د وارثینو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت سره د همکاری هوکړه لیک لاسلیک کړ.

دغه هوکړه لیک چې موخه یې د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو د وارثینو د ستونزو حل، کارموندنه، بیا رغونه، او دوي ته د اسانتیاوو برابرول او د ښو خدمتونو وړاندې کول دي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال ښاغلي ډاکټر هادی هدایتي لخوا د ملي وحدت حکومت د اجراییه رئیس جلالتماب عبدالله عبدالله په حضور کې لاسلیک شو..  

د یادونې وړ ده چې تراوسمهاله د همکاری دا ډول تفاهمنامې د هیواد 29 وزارتونو او دولتي ادارو لخوا لاسلیک شوي دي.  

اړوندې ادارې مکلفې دي چې د دغه هوکړه لیک مقررې عملي کړي او معلولو هیوادوالو او د شهیدانو وارثینو ته مناسب او مساوي فرصتونه چمتو کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته