د مدني ټولنو د استازو لخوا د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوجۍ سرپرست وزير ته (د کار سړي) ستاينليک ورکړل شو.

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوجۍ سرپرست وزير انجينر سيد احمد شاه سادات ته نن د شهامت، مشال او جهش مدني ټولنو لخوا "د کار سړی" ستاينليک ورکړل شو. په دغه ناسته کې د سياسي چارو کارپوه او ليکوال ښاغلي غفور جاوېد، د شهامت مدني ټولنې مشر ښاغلي فريد سيلاني، د مشال مدني ټولنې مشر هارون فورمولي، د ښځينه مدني فعالانو په استازيتوب اغلې تمنا جهش او ګڼ شمېر مدني فعالانو ګډون کړی و.

سرپرست وزير د مدني فعالانو د استازو وړانديزونه، په مخابراتي سکتور کې د خلکو ستونزې او د ښې حکومتولۍ په برخه کې د مدني ټولنو د لاسته راوړنو په اړه د دوی خبرې واورېدي. د مدني فعالانو په ځواب کې ښاغلي سيد احمد شاه سادات د اصلاحاتو په راوستو کې د وزارت د رهبرۍ د کلک هوډ، د ښې حکومتولۍ په برخه کې د وزارت په لاسته راوړنو، راتلونکو پرمختيايي پلانونو، د فساد سره د مبارزې او د مدني ټولنو په دوامداره نظارت تاکيد وکړ. سرپرست وزير د مدني ټولنو له راتګ څخه هر کلی وکړ او ځوانانو سره د ګډ کار تعهد يې څرګند کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۳۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او افغان پوسټ امارتي شرکت ترمنځ د څلورو ډیجیټلي نظامونو د جوړولو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د امارتي ادارو د چارو ډیجیټلي کول د ډیجیټلي حکومتولۍ د پراختیا، د اداري پروسو د معیاري کولو او...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲۵
Background image

لوګر کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد سایټ په فعالېدو سره د برګ، دریاخان، ګوزي او یو شمېر ګاونډیو کلیو اوسېدونکي د لومړي ځل لپاره د سلام مخابراتي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۵:۴۱
Background image

اقتصاد وزارت کې د اسنادو او اداري مکتوبونو د مدیریت نظام (DLMS) د تطبیق لړۍ پیل شوه

په همدې موخه جوړه شوې غونډه چې د کلام الله مجید په مبارکو آیتونو پیل شوه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري په خپلو خبرو کې.. . .

بېرته خبرونه ته