د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتوت د دریمې دورې محصلينو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د انستیتوت ۴۹ محصلينوته د لیسانس په کچه د فراغت سندونه د یوې غونډې په ترڅ کې د ستاره شهر په هوټل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د رهبري هیئت لخوا ورکړل شول .

غونډه چې په همدې اړوند د ستاره شهر په هوټل کي جوړه شوي وه،  ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ تخنیکی مرستیالان ، د مخابراتواو معلوماتي ټکنالوجۍ رهبری هیئت، د پوهنتونونو ریئسانو، کورنې او بهرنې میلمنو او د رسنیو استازو گډون کړی ؤ.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت او د ملی سرود په خپریدو سره پیل شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلی محمد شریف شریفی د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د انستیتوت رئیس محصلینوته مبارکی وویله  او زیاته يې کړه: د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتوت د لوړو زده کړو په چوکات کې  فعالیت کوي، نن ورځ مونږ په دي ویاړو چې ۴۹ محصلين د دغه انستیتوت څخه د لیسانس په کچه ټولنې ته د خد مت په موخه وړاندي کوو، همدارنګه ښاغلی شریفی وویل: د مخابراتي او معلوماتي انستیتوت استادان او محصلین او نور کارکوونکي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ، افغان تیلی کام او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې ( اترا) څخه مننه کوي چې په مالي برخه کې يي له انستیتوت سره مرسته کړي.

وروسته بیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر  ښاعلی آنجنیر امیرزی سنګین محصلینو ته مبارکی وویله او زیاته یې کړه: ډیر خوښ یم چې زمونږ په هیواد کې دغه شان غونډې وروسته له څو کلو جنګ څخه جوړیږي.

مونږ ویاړو چې ۴۹ محصلین د انجنیری په برخه کې د فراغت سندونه ترلاسه کوی او خپل هیواد ته د خدمت وړ وګرځی .

همدارنګه ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین د تعليمی سویې او د تعلیم د کیفیت په برخه کې وویل: د تعلیمی سویې کیفیت ډیرمهم دی، او مونږ باید ټول  په ګډه کوښښ وکړو خصوصاً ځوانان  چې د هیواد فعال قوت بلل کیږي، ترڅو زمونږ ګران هیواد هم د نورو هیوادونو په شان د ښه علمی او تعلیمی سویې څخه برخمن شي او زمونږ تاریخی هیواد هیڅ کله هم د نورو هیوادونو څخه شاته پاتې نه شي.

 انشاءالله په راتلونکو دوه کلونو کې به افغانستان د مخابراتی خدمتونو د پرمختګ په ډګرکي د ګاونډیو هیوادونو په سر کي ځای ونیسي. نوموړي په آخر کي یو ځل بیا د نویو فارغ شویو محصلینو کورنیو ته مبارکی وویله او د لا ښه خدمت هیله یی ورڅخه وکړه.

وروسته د محصلینو په چارو کې دلوړی زده کړو وزارت مرستیال ښاغلی بری صدیقی فارغ شویو محصلینو ته د مبارکی ویلو په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجي وزارت لاسته راوړنې یې وستایل د هیواد په تحصیلی نظام کې د ټکنالوجیکی سیستم را منځته کولو کی د یاد وزارت له مرستو څخه مننه وکړه.

ورپسی د کابل پوهنتون ریس ښاغلی حبیب الله حبیب هم فارغ شویو محصلینو ته مبارکی وویل او د مسلکی کسانو په روزنه کې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجي وزارت له مرستو څخه مننه څرګنده کړه.

همدا راز د ولیسی جرګی غړو شهلا شریف او صاحب خان په خپل وار سره نویو فارغ شویو محصلینو ته د مبارکی پیغامونه ولوستل.

محفل فارغانومحصلینو ته  د سندونو د ویش وروسته پای ته ورسید.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته