د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتوت د دریمې دورې محصلينو د فراغت سندونه ترلاسه کړل
د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د انستیتوت ۴۹ محصلينوته د لیسانس په کچه د فراغت سندونه د یوې غونډې په ترڅ کې د ستاره شهر په هوټل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د رهبري هیئت لخوا ورکړل شول .
غونډه چې په همدې اړوند د ستاره شهر په هوټل کي جوړه شوي وه، ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ تخنیکی مرستیالان ، د مخابراتواو معلوماتي ټکنالوجۍ رهبری هیئت، د پوهنتونونو ریئسانو، کورنې او بهرنې میلمنو او د رسنیو استازو گډون کړی ؤ.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت او د ملی سرود په خپریدو سره پیل شوه.
د غونډې په پیل کې ښاغلی محمد شریف شریفی د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د انستیتوت رئیس محصلینوته مبارکی وویله او زیاته يې کړه: د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتوت د لوړو زده کړو په چوکات کې فعالیت کوي، نن ورځ مونږ په دي ویاړو چې ۴۹ محصلين د دغه انستیتوت څخه د لیسانس په کچه ټولنې ته د خد مت په موخه وړاندي کوو، همدارنګه ښاغلی شریفی وویل: د مخابراتي او معلوماتي انستیتوت استادان او محصلین او نور کارکوونکي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ، افغان تیلی کام او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې ( اترا) څخه مننه کوي چې په مالي برخه کې يي له انستیتوت سره مرسته کړي.

وروسته بیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاعلی آنجنیر امیرزی سنګین محصلینو ته مبارکی وویله او زیاته یې کړه: ډیر خوښ یم چې زمونږ په هیواد کې دغه شان غونډې وروسته له څو کلو جنګ څخه جوړیږي.
مونږ ویاړو چې ۴۹ محصلین د انجنیری په برخه کې د فراغت سندونه ترلاسه کوی او خپل هیواد ته د خدمت وړ وګرځی .
همدارنګه ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین د تعليمی سویې او د تعلیم د کیفیت په برخه کې وویل: د تعلیمی سویې کیفیت ډیرمهم دی، او مونږ باید ټول په ګډه کوښښ وکړو خصوصاً ځوانان چې د هیواد فعال قوت بلل کیږي، ترڅو زمونږ ګران هیواد هم د نورو هیوادونو په شان د ښه علمی او تعلیمی سویې څخه برخمن شي او زمونږ تاریخی هیواد هیڅ کله هم د نورو هیوادونو څخه شاته پاتې نه شي.
انشاءالله په راتلونکو دوه کلونو کې به افغانستان د مخابراتی خدمتونو د پرمختګ په ډګرکي د ګاونډیو هیوادونو په سر کي ځای ونیسي. نوموړي په آخر کي یو ځل بیا د نویو فارغ شویو محصلینو کورنیو ته مبارکی وویله او د لا ښه خدمت هیله یی ورڅخه وکړه.
وروسته د محصلینو په چارو کې دلوړی زده کړو وزارت مرستیال ښاغلی بری صدیقی فارغ شویو محصلینو ته د مبارکی ویلو په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجي وزارت لاسته راوړنې یې وستایل د هیواد په تحصیلی نظام کې د ټکنالوجیکی سیستم را منځته کولو کی د یاد وزارت له مرستو څخه مننه وکړه.
ورپسی د کابل پوهنتون ریس ښاغلی حبیب الله حبیب هم فارغ شویو محصلینو ته مبارکی وویل او د مسلکی کسانو په روزنه کې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجي وزارت له مرستو څخه مننه څرګنده کړه.
همدا راز د ولیسی جرګی غړو شهلا شریف او صاحب خان په خپل وار سره نویو فارغ شویو محصلینو ته د مبارکی پیغامونه ولوستل.
محفل فارغانومحصلینو ته د سندونو د ویش وروسته پای ته ورسید.
