د مخابراتو وزارت غوره ښځينه کارکوونکې او د ICT سکټور لس غوره مېرمنې وستایل شوې

Author image
Alireza Khaliqyar
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۵ - ۱۵:۲۰
کارمندان شایسته طبقه اناث وزارت مخابرات و ده زنان برتر در سکتور ICT تقدیر شدند

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه د ښځو نړيواله ورځ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ښځينه کارکوونکو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور کې د فعالو مېرمنو په حضور کې ونمانځله.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي ددغه غونډې په ترڅ کې وویل چې مېرمنو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور کې د نارينه و تر څنګ خپل اساسي رول ادا کړی او دا زموږ مسؤوليت دی چې په دې سکټور کې د مېرمنو ونډه زیاته کړو، کاري فرصتونه ورته برابر کړو او په دې سکټور کې يې له وړتياو ګټه پورته کړو.

د ښاغلي آريوبي په خبره د مخابراتو وزارت په دې برخه کې پراخه پروګرامونه په پام کې لري او په نږدې راتلونکي کې به د کار زده کړې پروګرامونه جوړ کړي چې پنځوس سلنه به يې مېرمنو ته ځانګړي شوي وي.

د مخابراتو وزیر همدا شان زیاته کړه چې ددې تر څنګ يې د ديجيټل کاسا پروژه کې د ICT سکټور د مېرمنو د ظرفيت لوړونې لپاره یوه ځانګړې برخه په پام کې نېولې.

د پروګرام په پای کې محترم شهزاد آريوبي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ښځينه کارکوونکو ته ستاينلیکونه ورکړل او تر څنګ مو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور لس تنه غوره مېرمنو ته افتخاري اوارډونه اهداء کړل. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۷
Background image

په هرات کې د سلام شبکې درې مخابراتي آنتنونه فعال شول

د یادو آنتنونو له فعالېدو سره به د فرسي ولسوالۍ مرکز او یو شمېر سیمې د۲جی، ۳جی او ۴جی مخابراتي خدمتونو...

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲
Background image

په کونړ ولایت کې د کارګو او پوستې شرکتونو څخه څارنه ترسره شوه

له دې څارنې څخه موخه د اړوندو شرکتونو د فعالیتونو ارزونه، د اصولو او مقرراتو رعایت کول، د خدمتونو د کیفیت ښه والی او د غیرقانونې فعالیتونو څخه...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د دویم نړیوال ډیجیټلي فورم په کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر وکړ

ټاکل شوې ده چې په دې فورم کې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو، نړیوالو بنسټونو، د معلوماتي ټکنالوژۍ د برخې د متخصصینو او خصوصي سکټور...

بېرته خبرونه ته