د مخابراتو وزارت د ICT ترويج او د نوښتونو په برخه کې د خصوصي سکټور ملاتړ ته ژمن دی
نن مو د (AWAL2018) تر عنوان لاندې جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لاسته راوړنو، پروګرامونو او د خصوصي سکټور د نوښتونو د پروګرامونو څخه د وزارت د ملاتړ په اړه خبرې وکړې.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په تېر يو کال کې توانېدلی د ICT زيربنايي پروژوې عملي، د معلوماتي ټکنالوجۍ، الکټرونيکي حکومتولۍ، معلوماتو د امنيت قوانين تدوين او تدقیق کړي، د ICT لپاره پنځه کلنه سټراټيژي طرحه شوې چې کولی شو په هېواد کې د معلوماتي ټکنالوجۍ د پلې کېدو د لارې نقشه يې ونوموو، سربېره پردې د الکټرونيکي تذکرې د وېش پروسه، د هېواد ټرافيکو برېښنايي کول، د عامه خدماتو ساده سازي او الکټرونيکي کول لکه پاسپورټ، د داخلي او خارجي اتباعو لپاره د کار جواز اخیستل، د پاسپورټ اخیستلو د انلاين پروسه، په دولتي ادارو کې د بشري سرچينو، مالي او اداري چارو برېښنايي کول او داسې نورې پروسې د وزارت د مهمو لاسته راوړنو څخه دي.
له بلوه پلوه د انټرنېټي خدماتو په برخه کې په نورو د تکيې کمولو په موخه او د افغانستان د جغرافيوي معقيت په پام کې نيولو سره د سيمه ييز اتصال پروژې د عملي کېدو په حال کې دي چې له هغه جملې د واخان دهليز د نوري فايبر پروژې ته اشاره کولی چې سروې يې دواړه خواو ته سروې يې بشپړه شوې او مالي پروپوزل مو د چين هېواد ته سپارلی دی.
د يادولو وړ ده چې د افغانستان د نوري فايبر شبکې د پراختيا او د خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه د مخابراتو وزارت د اوپن اکسس پاليسي تدوين کړې چې له مخې يې خصوصي سکټور وکولی شي د نوري فايبر شبکې په برخه کې پانګونه وکړي.
