د مخابراتو وزارت اداري ریاست ته، نوی رییس ور وپېژندل شو

ashiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۰ - ۱۳:۲۵
د مخابراتو وزارت اداري ریاست ته، نوی رییس ور وپېژندل شو

نن چهارشنبه د تلې میاشتې لسمه نېټه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي په یوه ځانګړې ناسته کې، د دغه وزارت کارکوونکو ته نوي اداري رییس ور وپېژانده.
په ناسته کې ښاغلي هاشمي، د پخواني رییس له کړنو او لاسته راوړنو څخه د قدردانۍ تر څنګ وویل، د وزارت له لومړیتوبونو څخه یو یې په هره برخه کې د مسلکي، متخصصو او انګېزه لرونکو اشخاصو په کار لګول دي.
د نوموړي په وینا، د وزارت تازه پېژندل شوی اداري رییس سیلاب وزیري، له ده سره هیڅ پخوانی شناخت یا خپلوي نه لري، خو په وینا یې، د نوموړي تخصص او زده کړو ته په کتو باوري دی، چې د روڼتیا او له فساد سره د مبارزې په برخه کې به له لاسته راوړنو ډکه اداره ولري.
د مخابراتو سرپرست وزیر زیاته کړه، چې هیڅ ډول مالي فساد، تړونونو کې ستونزې او نورو اداري چارو کې سستي او نیمګړتیا ورته د منلو نه دي.

Minister of MCIT introduces new administrative head to the staff

ښاغلي هاشمي ټینګار وکړ، دغه وزارت به د جوړښت له پلوه، د هیواد په کچه یو مثال او ټول سیستمونه به یې برېښنايي شي، چې په دې برخه کې به اسان خدمت ورسره لازمه مرسته کوي.
نوموړي وویل، د مخابراتو وزارت ټول اړونده ملکیتونه باید له څېړنې وروسته باید له زورواکو او هغو کسان بیرته ورګرځول شي، چې یا خو یې مالیه نه ده ورکړې او یا یې هم تړونونو کې معیار او روڼتیا په نظر کې نه ده نیول شوې.
د مخابراتو وزارت نوی ادارې رییس سیلاب وزیري، د ماسټرۍ په کچه زده کړې لري او تر دې وړاندې یې هم په دولتي ادارو کې د مدیریت په برخه کې دندې تر سره کړې دي.
ښاغلي وزیري د پېژندنې په مراسمو کې، د مخابراتو سرپرست وزیر له ملاتړ څخه د مننې تر څنګ ژمنه وکړه، چې د روڼتیا په رامېنځته کولو، اداري فساد سره د مبارزې او یوې سالمې ادارې په رامېنځته کولو کې به په ټول ځواک سره کار وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۳۲
Background image

پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار کې دوه مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي خدمتونو د تیظیم (اترا) ادارې په ګډو هڅو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۱۶
Background image

کندز ولايت کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د اترا ادارې د ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

بېرته خبرونه ته