د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت د بشری سرچینو او مالی ریاستونو نوی ريیسان معرفی شول

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت د بشری سرچینو ریس ښاغلی سید مسعود صمیم او مالی ریاست ریس ښاغلی محمد یاسین همراز چې د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون د CBRF برنامې له مخې په ازاده سیالۍ کې په دندو ګمارل شوی دي، د سه شنبې په ورځ ۱۳۹۲ کال د غویی میاشتی په ۱۷ مه نیټه د وزارت مالی او اداری مرستیال ښاغلی الحاج وهاب الدین سادات لخوا د یادو ریاستونو کارکونکو ته ور وپیژندل شول.

په هغه غونډه کې چې په دې هکله جوړه شوې وه ښاغلی سادات د بشری سرچینو او مالی ریاستونو په چارو کې د پخوانیو رییسانو د اجرااتو څخه د قدردانۍ په څرګندولوسره  زیاته کړه: تقرر او تبدیلۍ یو عادی او طبعی بهیر دی خو خوشحاله یو چی ځوان نسل ته د دندو  فرصتونه رامنځته شویدی او هغوی کولای شی چې خپل وطن او هیواد والو ته په صادقانه توګه خدمت وکړی.

 لنډه پیژندنه:

ښاغلی سید مسعود صمیم د سید منیر زوی د کندوز ولایت اوسیدونکی دی. نوموړی۱۳۸۴ کال کی د حقوقو او سیاسی علومو پوهنخی کې د اداری او ډبلوماسی په رشته کې د کابل پوهنتون څخه فارغ شویدی. ښاغلی صمیم په بیلابیلو ادارو کې دندې تر سره کړی چې په لنده توګه وړاندېک کیږی:

د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون د تعیناتو په بورډ کې کارپو، د اوبو او بریښنا د وزارت د بشری منابعو ریس، د پانګې اچونې څخه د ملاتړ په اداره (AISA) کې د تحلیل او ارزونې ریس او اوسمهال د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجې د بشری سرچینو د ریس په توګه ټاکل شویدی.

ښاغلی محمد یاسین همراز د میرچمن زوی د غزنی ولایت د جاغوری ولسوالی اوسیدونکی دی. په ۱۳۸۷ کال کې کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ څخه د فراغت سند تر لاسه کړی دی او ماستری یې د اداری او سوداګرۍ  په برخه کې  د هندوستان د پونه پوهنتون  څخه  په۱۳۹۱ کال  ترلاسه کړ.

 نوموړی په بیلابیلو ادارو کې دندې تر سره کړی دی: د میدیکا په موسسه کې د مالی مشاور، د جیوباټ په  کمپنی کې مالی مشاور،  د ګوهر شاد به پوهنتوکۍ استاد او جیومپ کمپنۍ کې د مالی او اداری مدیر او اوسمهال د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت مالی ریس په توګه به دنده ګمارل شویدی

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې داتصالاتو مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد مخابراتي سايټ په جوړېدو سره به د لښکرګاه ښار بی ټي ون سیمې سربیره ډیری نیږدې سیمې له انټرنټي او مکالماتي...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۳
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي ټیمونو له لوري یو شمېر امارتي وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تخنیکي او مسلکي ټیمونو له لوري په بېلابېلو وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۳۸
Background image

میدان وردګو ولایت کې د لوړ تناژ ترازوګانو سیسټم جوړ او تطبیق شو

د یاد سیسټم په تطبیق سره به نه یوازې چارې آسانه او چټکې شي بلکې له مخې به یې په قانوني ډول د غټو موټرانو د بار اندازه...

بېرته خبرونه ته