د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د چین ـ افغانستان ګډ پُستي ټکټ په نندارتون کې ګډون وکړ

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۷/۱۷ - ۹:۳۶
اشتراک هیئت رهبری وزارت مخابرات در نمایشگاه مشترک تکت پُستی چین – افغانستان

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي د ۱۳۹۷ کال د تلې میاشتې په ۱۷ مه نيټه د چین او افغانستان ګډ پستی ټکټ په نندارتون کې چې د پُست د نړیوالې ورځې د نمانځنې په موخه پد چین د سفارت او د مخابراتو وزارت په همکارۍ د یاد سفارت په ودانۍ کې جوړ شوې و، ګډون وکړ. 
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد اريوبي په خپلو خبرو کې د دوست هیواد چین له مرستو مننه وکړه او غوښتنه يې وکړه چې د افغانستان د پُستي خدماتو په پراختیا، سمون او وده کې له مخابراتو وزارت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
ښاغلي اریوبي زیاته کړه د چین هیواد سره ددوستۍ په پار، د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې او د چین هیواد د اویایمې کلیزې د ملي ورځی په پار په پام کې لري چې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت د افغان پوسټ ریاست لخوا ګډ پستي مهر چاپ کړي.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته