د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د ارزګان والي سره ولیدل

Author image
Alireza Khaliqyar
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۷ - ۱۶:۱۷
Acting minister of Communications and Information Technology meets with Governor of Urozgan Province

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې سرپرست وزیر ښاغلي محمد فهیم هاشمي د ارزګان ولایت له والي ښاغلی محمد شفیق اسدالله سعید سره وکتل او د مخابراتي خدمتونو، د انټرنټ او نوري فایبر شبکې د پراختیا په اړه یې د خلکو ستونزې واوریدلې.

د ارزګان والي ښاغلي محمد شفیق اسدالله سعید په ارزګان ولایت کې د مخابراتي خدمتونو برخه کې د خلکو د ستونزو په اړه پوره معلومات وړاندې کړل او په دغه ولایت کې د نوري فایبر شبکې او  د خصوصي شرکتونو د 3G مخابراتي خدمتونو د پراختیا غوښتنه وکړه.

وروسته بیا ښاغلي محمد فهیم هاشمي اړونده چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د مخابراتي خدمتونو په برخه کې د ارزګان ولایت د خلکو ستونزې ژر تر ژره حل کړي او د مطالعې او ارزونې وروسته د سلام مخابراتي شبکې اوسنۍ ظرفیت لوړ کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته