د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د ترسره شویو کړنو او راپورونو لنډیز

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۳:۱
گزارش هفته نهم

تېره اونۍ کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم الحاج مولوی نجیب الله حیات حقاني د ملي احصایې له مالي او اداري مرستیال سره د نویو سیستمونو  په موخه لیدنه تر سره کړه او همداراز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د دغه وزارت له مالي او اداري، تخنیکی مرستیالانو او رئیسانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لورې د یوشمیر مخابراتی شرکتونو سره د ۱۴ نویو سایټونو قرارداد لاسلیک شو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند ولایتي ریاستونو له لوري، په یوشمیر ولایتونو کې د مخابراتي شبکو د نویو سایټونو سروې، فعالیت، ظرفیت لوړولو، د پیرودونکو د څانګو پرانستلو، پوستي شرکتونو څارنه او همغږۍ په موخه اقدام شوی.

دې لړۍ کې په یو شمیر ولایتونوکې د کمپیوټر له ښوونیزو مرکزونو څخه د زده‌کوونکو د فراغت او جذب په مناسبت د غونډو ترسره کیدل شامل دي.

دا ټول اقدامات د مخابراتي سکتور د تقویت او د خدماتو د لوړ کیفیت د تأمین لپاره مهم ګامونه ګڼل کیږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یوې اوونۍ لاسته راوړنې په مسلسل ډول خپرې کړي او دلته په خلص ډول نشر ته سپارل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته