د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دوه لوړ پوړه کارکوونکو د غازي ميربچه خان دولتي مډال او لومړۍ درجه تقدیرنامې تر لاسه کړې

Author image
Alireza Khaliqyar
پنجشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۶ - ۱۷:۳۸
دو کارمند ارشد وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی مدال غازی میربچه خان و تقدیرنامه درجه اول را دریافت کردند

د جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني، لومړۍ مېرمنې او د اداري اصلاحاتو او ملي خدماتو د مستثل کمېسيون د مشرتابه له خوا، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دوه لوړ پوړه کارکوونکو په شمول د ملکي خدماتو لس تنه خلاق او غوره کارکوونکي د جوایز، ستاينلیکونو او مډالونو په ورکولو سره وستایل شول
دغه جايزې چې د ښاريانو، مدني بنسټونو او ټولنيزو سازمانونو له خ
وا د غوره خدماتو د عرضې او د فساد سره د مبارزې په برخه کې ټاکل شوې وې، د ارزونې د کمېټې او داورانو د اروزونې وروسته د ميربچه خان دولتي مډال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د افغان پُسټ رئیس احمد وحيد ویس او لومړۍ درجه ستاینلیک د لغمان ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس همايون شمس ته ورکول شو
جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني ګټونکو ته په خطاب کې وویل چې تاسو نن ثابته کړه چې ددې هېواد مالکان ياست، تاسو د مخابراتو په سطح د روښنايي راوړونکي ياست او ستاسو نوښتونو د پر خلکو اغېزه کړې. تاسو د مردم سالارۍ بنيادونه ټينګوئ. له دې وروسته به هر کال ستاسو په شان د د نوښتګرو ځوانانو ستاينه کېږي
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته