د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ریاست او د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت تر منځ د نویو مخابراتي سایټونو د جوړولو په موخه د ۲۷ اعشاریه ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد لاسلیک شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۱۳:۵
وزارت مخابرات

افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د لسمې پروژې چې ټولټال ۴۵۰ مخابراتي سایټونه پکې د هېواد لرو پرتو سیمو لپاره ځانګړي شوي له جملې یې د ۲۷۹ مخابراتي سایټونو قرارداد د  ۲۷ اعشاریه ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت سره لاسلیک شو.

پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سکټور په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل او دا یې جوته کړه چې یاد وزارت توانېدلی تېرو دوه کلونو کې د هېواد ګڼو سیمو ته مخابراتي اسانتیاوې ورسوي او هېوادوالو ته په دې برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته کړي.

ښاغلي وزیر صاحب زیاته کړه چې تېرو کلونو کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې له لوري ۹ پروژې سر ته رسېدلي چې په ټولو پروژو کې څه باندې ۸ سوه سایټونه نصب شوي خو د افغانستان اسلامي امارت له حاکمیت راوروسته یاد وزارت یوازې په لسمه پروژه کې ۴۵۰ مخابراتي سایټونه په نظر کې نیولي چې د ۲۷۹ سایټونو قرارداد یې نن لاسلیک او عملي چارې به یې پیل شي.

ورته مهال د افغانستان اسلامي امارت د جلالتمآب رییس الوزراء ملا محمد حسن اخند پیغام چې اوسني عصر کې د ټکنالوجۍ او مخابراتو په ارزښت راڅرخېده د غونډې ګډونوالو ته قراءت شو، یاد پیغام کې جلالتمآب رییس الوزراء د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یاد اقدام ستایلی او زیاته کړې یې ده چې اوسني عصر کې له ټکنالوجۍ په سالم ډول استفاده د ولسونو د پرمختګ سبب کېدلی شي.

وروسته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال ښاغلي عبدالسلام حنفي د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې د یادې پروژې له پلي کېدو سره نه یوازې دا چې د افغانستان لرې پرتې سیمې له مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو برخمنې کېږي بلکې ډېری افغانان هم ورسره په کارونو بوختېږي، همدا راز نوموړي زیاته کړه چې یاد سایټونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا محترم ریاست له هغې بودیجې څخه جوړېږي چې د مخابراتي شبکو څخه په کمه فیصدۍ ګرځول کېږي.

مولوی عبدالسلام حنفی

په همدې موخه جوړه شوې غونډه چې د هېواد لوړپوړو چارواکو پکې ګډون کړی و یاد قرارداد یې افغانستان لپاره ګټور او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کړنې یې د مخابراتي پوښښ په پراختیا او همدا راز د ټکنالوجۍ د ودې په برخو کې وستایلې.

یاد قرارداد د افغانستان د ارګ چهارچنار ماڼۍ کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست لوزراء اداري مرستیال ښاغلي عبدالسلام حنفي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني، د حج او اوقافو وزارت وزیر محترم شیخ نورمحمد ثاقب د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي صاحب نورجلال جلالي، د اټرا محترم ریاست رییس ښاغلي الحاج مولوي برات شاه اغا ندیم، د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت رییس انجنیر علي احمد سامند او د ګڼو ادارو چارواکو په مخ کې د یوې ځانګړې برنامې په ترڅ کې لاسلیک شو.

امضاء قرارداد

د یادونې وړ ده د یادې پروژې په عملي کېدوه سره به د هېواد ۱۸ ولایتونو ۳۲۰ ولسوالیو ته مخابراتي چوپړتیاوې چمتو کېږي او یاد سایټونه د هېواد هغو سیمو کې نصب کېږي چې له مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو کلونه را پدېخوا محروم پاتې شوي وو

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۶:۲۳
Background image

د پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر په زده کړه بوخت دي

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې د ټکنالوجۍ د زده کړې او همدا راز د کمپیوټر یو شمېر مهمو پروګرامونو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲
Background image

سمنګانو ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۶ مخابراتى سایټونو ظرفیت لوړ شو

د یاد ولایت د ایبکو ښار مرکز میرکلال غونډۍ، حضرت سلطان ولسوالۍ مرکز او غزنیګګ کلي، د خرم سارباغ ولسوالۍ قره دونګ کلي، دره صوف ولسوالۍ په زیري او د خلم ولسوالۍ په...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنټي شرکتونو ،او غږیزو رسنیو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو...

بېرته خبرونه ته