د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د ترکمنستان د (‏Turkmenaragatnashyk‏) ادارې ترمینځ د مخابراتو او اطلاع رسونې په برخو کې هوکړه لیک لاسلیک شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۰ - ۱۱:۹
The signing ceremony

د هوکړې لاسلیک دغه مراسم پرون(چهارشنبه، د تلې ۹ مه نیټه) د ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شول، د کابینې د یو شمیر غړو سربیره، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر هم د ویدیو کنفرانس له لارې ګدون کړی وو.

د دغه هوکړه لیک پر بنسټ، د مساواتو او دوه اړخیزو ګټو د اصولو سره سم به د مخابراتو او اطلاع رسونې په برخه کې اوږدمهاله همکارۍ ته وده او دواړو دولتونو ترمنځ اړیکو ته پراختیا ورکړي، همداراز د اړتیا په صورت کې، د دواړو حکومتونو د وړتیا په دائره کې به د ځانګړو پروژو پلي کولو ته وده ورکړي.

جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني د یادي هوکړې اهمیت ته په اشارې سره وویل: نوري فایبر د ۲۱ پیړۍ بنسټ دی، او دا زیربنا زموږ ځوانانو ته امید ورکوي. هغه چارې چې په ۲۱ مه پیړۍ کې ترسره کیږي د نوري فایبر شبکې او عصري ټکنالوجۍ سراسري پوهې پرته ناممکن دی.

د یادونې وړ ده چې د پورتني هوکړه لیک سربیره، د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي همکارۍ دوه تړونونه هم لاسلیک شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۱۵:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه د نړیوال بانک له مسئولینو سره د ډیجیټل کاسا پروژې کار ګړندي کولو په ‏اړه آنلاین ناسته وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرستې آغلې معصومه خاوري په نړیوال بانک کې د ډیجیټل کاسا پروژې...

دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۱۵:۲۳
Background image

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمیسیون په غونډه کې د آغلي معصومه خاوري او ورسره تخنیکی تیم ګډون

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرستي او نوماندې آغلي معصومې خاوري نن یک شنبي...

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۱۷:۱۷
Background image

د مخابراتي شبکو محصولاتو ویشونکو اتحادیې د پرانیستې په مراسمو کې د آغلې خاوري ګډون او ‏وینا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرستې آغلې معصومه خاوري نن سه شنبه...

بېرته خبرونه ته