د فري فايټ افغان اتلان وستايل شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوجۍ سرپرست وزير انجينر سيد احمد شاه سادت نن د فري فايټ افغان اتلان وستايل. په دغه ناسته کې د فري فايټ د نړېوالو اتلوليو ګټونکی او د افغانستان د ملي امنيت سفير ښاغلي احمد ولي هوتک، ښاغلي عبدالواسع قيومي، احمد سهراب سيفي او د دوی روزونکو ته د ستاينليکونو تر څنګ د "سلام" ځانګړې شمارې ډالۍ شوې.

سرپرست وزير د سوليزې ذهنيت سازۍ لپاره د سپورت په اهميت رڼا واچوله او همدا راز يې د لوبو د ډګر له اتلانو سره زمونږ د خلکو په تړليو احساساتو خبرې وکړې. 
د فري فايټ د اتلانو په استازيتوب احمد ولي هوتک خبرې وکړې او د سرپرست وزير له تشويق نه يې مننه وکړه. هغه هوډ څرګند کړ چې په راتلونکي کې به هم هېواد ته د بريا زېري راوړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې داتصالاتو مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد مخابراتي سايټ په جوړېدو سره به د لښکرګاه ښار بی ټي ون سیمې سربیره ډیری نیږدې سیمې له انټرنټي او مکالماتي...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۳
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي ټیمونو له لوري یو شمېر امارتي وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تخنیکي او مسلکي ټیمونو له لوري په بېلابېلو وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۳۸
Background image

میدان وردګو ولایت کې د لوړ تناژ ترازوګانو سیسټم جوړ او تطبیق شو

د یاد سیسټم په تطبیق سره به نه یوازې چارې آسانه او چټکې شي بلکې له مخې به یې په قانوني ډول د غټو موټرانو د بار اندازه...

بېرته خبرونه ته