د شکایتونو د اوریدو د ملي سیستم پراختیا لپاره د مسئولو ریاستونو د استازو د همغږۍ ناسته

naweed_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۰ - ۱۰:۱۸
جلسه مقدماتی هماهنگی نمایندگان ادارات

د تلي میاشتي په ۸ مه نیټه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پالیسۍ او پروګرام معین، د ولسمشرۍ د ‏چارو ادارې عمومي ریاست، د ملي احصایې او معلوماتو اداره او اترا ادارې د استازو ‏په حضور د همغږي غونډه جوړه شوه‎.

دا ناسته د ولسمشرۍ د چارو ادارې د عمومي ریاست د رهبري او نظارت لاندې شکایتونو ته د رسیدګی او ثبت د ملي سیسټم ‏رامینځته کولو په موخه د اړوندو ریاستونو تخنیکي مرستو سره جوړه شوې وه‎. ‎

د یادونې وړ ده چې دا سیسټم د ولسمشر فرمان پلي کولو لپاره د سیمه ایزو ارګانونو په دوهمو واحدونو کې د شکایتونو راټولولو ‏او رسیده ګۍ لپاره د جلا الکترونیکي سیسټم پرځای رامینځته شوی دی‎.

د ولسمشرۍ چارو ادارې له عمومي رییس ډاکټر فضل محمود فضلي سره د ۱۳۹۹ کال د وږي میاشتې د ۳ مې نیټې غونډې د ‏پرېکړې له مخې، دا اداره به د شکایتونو د ملي سیستم رهبري په غاړه ولري. ‎دا سیستم به د ولسمشرۍ د چارو ادارې سره د ملي احصایې، مخابراتو وزارت او اترا ادارې په همکارۍ رامینځته شي او په ‏ټولو ادارو کې به شکایتونو ته د رسیده ګۍ مسؤلیت په غاړه ولري‎.‎

په دې ناسته کې پریکړه وشوه چې د شکایتونو ملي سیستم پراختیا پورې مربوطو مسلو ته د لا ښه پرمختګ په موخه نورې ‏غونډې جوړې شي‎.‎

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۲:۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اټرا ادارې کارکوونکو د هېواد ختیځو ولایتونو زلزله ځپلو سره نقدي مرسته وکړه

د هېواد ختیځې برخه کې د وروستۍ زلزلې له امله چې ګڼ شمېر هېوادوال پکې شهیدان، ټپیان او مېنې یې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۱:۱۸
Background image

د دایکندي ولایت پاتو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ ظرفیت ۴جی ته لوړ شو

د هېواد کې د مخابراتي سایټونو کیفیت لوړولو په موخه د دایکندي ولایت پاتو ولسوالۍ اړونده سیمو کې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۹:۴۱
Background image

د غور ولایت تیورې ولسوالۍ کې د پینځه مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شوه

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د پینځه مخابراتي سایټونو د نصب په موخه سروې...

بېرته خبرونه ته