د سلام مخابراتي شبکې ظرفیت د پخوا په پرتله لس برابره لوړ شوی

Author image
Alireza Khaliqyar
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۹ - ۱۸:۱
ظرفیت انترنیت شبکه مخابراتی سلام ده برابر سابق افزایش یافت

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلي محمد فهیم هاشمي د انټرنیټ د ظرفیت لوړولو د پروسې د لیدنې ترڅنګ د سلام مخابراتي شبکې مسوولینو ته هدایت وکړ چې ددغه شبکې خدمتونو ته پراختیا ورکړي او د نوي ټکنالوجۍ څخه په ګتې اخیستنې يې ظرفیت لوړ کړي. سلام مخابراتي شبکه د نوو سویچونو، ځای پر ځای کولو سره نن ورځ په دې وتوانیده چې په ټول افغانستان کې د انټرنیټ ظرفیت لوړ کړي. د افغان ټيلي کام تخنیکي ټيم د څو ورځو راهيسي د نوي سیستم په عوض کولو کار کولو چې دا مهال په نوي بڼه خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې کوي چې د پخوا په پرتله پکې لس برابره زیاتوالی راغلی دی. ښاغلي هاشمي سپارښتنه وکړه چې د ۵۰۰ نوو سایټونو تدارکاتي پروسه ګړندۍ کړي چې له یوې خو خدمتونه با کیفیته او چټک شي او له بلې خوا پراختیا ومومي. سلام مخابراتي شبکه چې په لومړيو کې د یو میلیون ګډونوالو له پاره ډيزاین شوي وه دا مهال ۲.۴ میليونه فعال ګډونوال لري او اوس يې ظرفیت ۶.۱ میلیون کسانو ته پورته شوی چې د نوي سویچونو په انستالیشن سره به يې ظرفیت ښه او بهتر شي. د یادونې وړ ده چې د سلام مخابراتي شبکې د ګډونوالو په شمېر کې ورځ تر بلې زیاتوالی راتلو چې له امله يې ددغه شبکې کیفیت ټيټيدو خو د نوو BTS او زیاتو سایټونو په نصبولو سره به دغه ستونزه له منځه ولاړه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته