د جمهور رئیس سره ناسته،
د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي له جمهور رئیس جلالتماب محمد اشرف غني سره وکتل. په دغه ناسته کې چې نن ماښام په ارګ کې تر سره شوه، سرپرست وزیر د سیټلایټ له لارې د مخابراتي خدماتو، د انټرنیټي خدماتو د بهتروالي، د قراردادونو او همدا راز د جنوبي اسیا سپوږمکۍ څخه د ژر تر ژره ګټې اخیستلو لپاره د افغانستان ټرمینل د پرانیستې په اړه ګزارش وړاندې کړ.
جمهور رئیس خلکو ته د مخابراتي خدماتو په بهتروالي، د ظرفیتونو په لوړولو او همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ انسټیټیوت لپاره د یوې ځانګړې طرحې په جوړولو ټینګار وکړ. هغه وویل چې مخابراتي سیستم باید د عصر له تقاضاو سره سم او د خلکو ضرورتونو ته جواب ګو سستم وي.
