د اترا ادارې سره ناسته

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تخنیکي او حقوقي رهبرۍ رئیسانو د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) یو شمېر تخنیکي او حقوقي پوهانو د دې وزارت د سرپرست تر مشرۍ لاندې د مخابراتي شرکتونو د (۱۰٪) مخابراتي محصول په هکله د یو شمېر هېوادوالو د اندیښنو په پار غونډه وشوه.
په نوموړې غونډه کې د اړینو تخنیکي او حقوقي بحثونو وروسته د وزارت د مقام د هدایت پر بنسټ د مخابراتي شبکو د (۱۰٪) مخابراتي محصول د پروسی د انتقال د روڼتیا په پار دوه جلا جلا (تخنیکي او حقوقي) کمیټې وټاکل شوې، تر څو په نوموړې موضوع ژر تر ژره د د تقنیني سندونو پر بنسټ تر بلې غونډې پورې خپل اړین چمتوالی ونیسی، تر ځو د هېوادوالو اندیښنو ته په شفاف ډول حساب او قناعت ورکړل شي.
د مخابراتو او معلوماټي ټکنالوژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر