دعدلي او قضايي کمېټې ناسته وشوه.

Author image
enayat_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۵ - ۱۳:۱
aa


دغه ناسته، دوشنبه د روان ۱۳۹۸ کال د سلواغې میاشتې ۱۴ نېټه، د ولسمشرۍ ماڼۍ دوهم مرستیال او دغې کمېټې رییس، سرور دانش په مشرۍ تر سره شوه.
د ناستې په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، د غونډې ګډونوالو ته د رییل تایم سیسټم په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي هاشمي وویل:«د رییل ټایم سیسټم نښلولو یوازینی لامل په لس سلنه مخابراتي محصولاتو کې د روڼتیا رامېنځته کول دي»
نوموړي زیاته کړه، چې د مالي روڼتیا په پار دغه وزارت دریو معلوماتي سرچینو ته اړتیا لري، څو مالیات په اساسي ډول راټول او په دې برخه کې هیوادوالو ته ځواب ویونکې اوسي.
په ناسته کې د مخابراتي شرکتونو استازو هم، د خپلو ګډونوالو د محرمیتونو ساتلو په ګډون خپلې یو لړ تخنیکي اندېښنې د کمېټې له ګدونوالو سره شریکې کړې.

aw

د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د موضوع د لا ښې څېړنې، شرکتونو او ګډونوالو د محرمیتونو په نظر کې نیولو سره دي، د مخابراتو وازت په مشرۍ د اترا ادارې، مخابراتي شرکتونو استازو، لويې څارنوالۍ، کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت شورا او مدافع وکیلانو ټولنې په ګډون یوه هر اړخیزه کمېټه جوړه شي.
دغه کمېټه مسوولیت لري، چې مخابراتي شرکتونو د داخلي اسرارو ساتنې، په حکومتولۍ سیسټم کې د روڼتیا، مالي امورو او د خلکو حقونو په اړه یوه وړاندیز شوې طرح چمتو او د عدلي او قضايي کمېټې په راتلونکې غونډه کې یې له ګډونوالو سره شریکه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته