بدخشان ولایت کې ۷۳ مخابراتي آنټنونه جوړېږي

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۶:۴
مخابرات بدخشان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني شمال ته د خپل سفر په ترڅ کې له تخار ولایت وروسته بدخشان ته تللی او هلته یې د مخابراتي خدمتونو او د ټي ډي ایف د لسمې پروژې د ارزونې په موخه د بیلابیلو برخو مسوولینو سره لیدنې کړي .

ښاغلي وزیر صاحب د دې سفر په لړ کې د بدخشان ولایت له والي ښاغلي قاري محمد ایوب خالد سربیره علماو شورا رییس، د ګڼو ولسوالیو ولسوالانو او ځايي خلکو سره هم لیدلي او د مخابراتي خدمتونو په تړاو یې ورسره خبرې کړي .

ښاغلي وزیر صاحب په دې سفر کې د بدخشان ولایت له مسوولینو سره د خبرو په ترڅ کې د مخابراتي آسانتیاو او لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي چوپړ د برابرولو په موخه ډاډ ورکړی او یادونه یې کړې چې اوس مهال د هېواد په ټولو برخو کې د ټي ډي ایف د لسمې پروژې عملي چارې روانې دي چې جوړېدو سره به یې تر ډېره بریده د هېواد مخابراتي او انټرنټي ستونزې هوارې شي.

دغې لیدنه کې د بدخشان ولایت والي ښاغلي قاري محمد ایوب خالد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني څخه مننه کړې چې یاد ولایت ته یې د مخابراتي خدمتونو او د ټي ډي ایف د لسمې پروژې د ارزونې په موخه سفر کړی، د ښاغلي قاري محمد ایوب خالد په وینا اوس مهال د بدخشان ولایت ډېری سیمې له مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو برخمنې دي او لا هم یاد ولایت کې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له آدرسه د ګڼو سایټونو د جوړولو چارې روانې دي.

همدا راز په دغو لیدنو کې د بدخشان ولایت والي او ولسوالانو یو شمېر سیمو ته هم اشاره وکړه چې لا هم له مخابراتي آسانتیاو بې برخې دي او هیله یې څرګنده چې د مخابراتو وزارت یادو ساحاتو کې د مخابراتي آسانتیاو په موخه مخابراتي انټنونه نصب کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر اړوندو برخو ته ډاډ څرګند کړ او د مخابراتي شرکتونو استازو ته چې په یاد سفر کې یې د وزیر صاحب ملتیا کوله د ۳ میاشتو په ترڅ کې د ۴۷ مخابراتي سایټونو د جوړولو سپارښتنه وکړه چې جوړېدو سره به یې د بدخشان اکثریت سیمې له مخابراتي خدمتونو برخمنې شي .

د یادونې وړ ده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تر دې وړاندې د بدخشان ولایت هغو سیمو ته چې هیڅ راز مخابراتي آسانتیاوې یې نه درلودې ۲۶ مخابراتي سایټونه منظور کړي وو چې اوس مهال یې چارې بشپړېدو ته نیږدې شوي او د ۴۷ نورو مخابراتي سایټونو منظورۍ سره به یاد ولایت کې ټولټال ۷۳ مخابراتي انټنونه د غوره مخابراتي چوپړ په موخه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته