د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۱۴۰۱ کال لپاره د قرطاسیي پروژې قرارداد د ورکولو د پریکړې اعلان

naweed_admin

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د ۲ فقرې په اساس خبر ورکول کیږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، د ۱۴۰۱ کال لپاره د قرطاسیي پروژه قرارداد ورکولو د پریکړې اعلان چمتوکولو لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په پام کې لري چې د ۱۴۰۱هـ ش کال د دې وزارت د شعبو اړتیا وړ د قرطاسیې د تدارکاتو د پروژې داوطلبۍ قرارداد، د توحید الله ستانکزی ساختمانی او لوژستیکی خدمتونو شرکت ته چې د اتمې ناحیې د کارته نو دریم سرک  کې موقعیت لري په دوه میلیونه یو سلو اته زره او یو سل او یو شپیته (2,108,161)   افغانۍ په قیمت ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې اعتراضونه لري کولای شي د دې خبرتیا خپریدو له نیټې څخه تر اوه تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي بڼه د دلیلونو سره یوځای د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

دا خبرتیا د تړون معنی نلري او د پورته ذکر شوي نیټې او د قرارداد د قانوني مرحلو تر بشپړیدو پورې به نه لاسلیک کیږي.

په درنښت

 

الحاج مولوی نجیب الله "حقانی"

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست

 

سندونه:

د قرطاسیي پروژه قرارداد ورکولو مکتوب

 

 

نوي اعلانونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۲:۳۹
Background image

د اتصالات مخابراتي شرکت د مشترکینو د پام وړ!

اتصالات مخابراتي شرکت د خپلو خدماتو د پیاوړتیا په موخه خپل سیسټمونو ته اپګرېډ( ارتقاء) ورکوي په همدې موخه د یاد شرکت مشترکینو ته خبر...

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۹:۳۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې ( اترا) اعلامیه!

په غیر قانوني ډول د مخابراتي سکټور په چارو کې د لاسوهنې خبرتیا...

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۷ - ۱۱:۴۱
Background image

د ګرځنده براډبانډ (Broadband) خدمتونو وړاندې کولو لپاره د فریکونسي مزایده

په افغانستان کې له تېرو څو کلونو را پدېخوا د موبایل د څلورم نسل (4G) خدمتونو ...

Back to announcements