د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجی وزارت او د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون ترمنځ د مامورینو د ارزونی پروګرام تړون لاسلیک شو
غونډه د څومبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه
غونډه چی په همدی اړوند د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجی دي کنفرانسونوپه خونه کې جوړه شوی و.
په غونډه کی د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجی مالی او اداری مرسیتال ښاغلی وهاب الدین سادات اداری اصلاحاتواوملکی خدمتونو د خپلواک کمیسیون د دارالاانشا رئیس ښاغلی سید ذبیح الله ساویز د کمیسیون غړو، دمخابراتو او معلوماتی ټکنالوجی رهبری هئیت او میلمنو گدون کړی وو.
د غونډي په پیل کې ښاغلی وهاب الدین سادات د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجی مالی او اداری مرستیال یوهلنده وینا وکړه او زیاته ئیکړه .
اوسنی تړون چي د مخابراتو اومعلوماتی ټکنالوجی وزارت او د اداری اصلاحاتو اوملکی خدمتونو د خپلواک کمیسیون ترمنځ لاسلیک کیږي . د دغه تړون موخي د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجی وزارت د مدیرانو ، منیجرانو ، او کارکوونکو د ارزونی ظرفیت لوړول دي ترڅو هغه مهارتونه ترلاسه کړي چي یو کارکوونکي اجراات څرنګه وارزول شي.
ښاغلی وهاب الدین سادات زیاته ئی کړه د یوی بریالی اداری خصوصیت د هغه اداری د انسانی ظرفیت پوری اړه لري. د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجی د وزارت په کامیابی که هم د دی وزارت د مامورینو هڅی او زیار د قدر وړ وباله
په تیرو کلونوکي د ارزوني بهیر د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجی په وزارت که وو لیکن له نیمګړتیاو سره مل ووکه څه هم دغه ستونزي په اداری برخوکي او یا هم د کارکوونکو د ارزونی په نورو برخوکې و.دنوموړی پروګرام په عملی کیدو سره به د ارزونی بهیر نورهم ښه شي.
ښاغلی وهاب الدین سادات د ارزونی په اړه وویل :
د اجرااتو پلان، پلان جوړونه،د پلان له تطبیق څخه نظارت او په پایله کيد اجرااتو څخه ارزونه ښاغلی وهاب الدین سادات د ی پروګرام عملی کیدل د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجی په وزارت کې دی مامورینو د ظرفیت د لوړیدو د پروسی ډیره مهمه دوره وبلله او له اړوندو مدیرانو څخه غوښتنه وکړه چی د دی پروګرام په بریالیتوب کې خپله ونده ادا کړی
وروسته بیا یو لنده فلم نندارِي ته کیښودل شو چي په هغه کې دی ارزوني په اړه لیدونکو ته معلومات ورکړل شو.
وروسته بیا د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د خپلواک کمیسیون د دارلاانشا رئیس ښاغلی ذبیح الله ساویز د غونډي برخه والوته خبري وکړي اوزیاته کړه په افغانستان کې یوه دیره مهمه ستونزه د بشری سرچینو ستونزه ده چي دي اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون دغه ستونزه د خپلو پرګرامونو په لومړیتوب کي نیولی ده .ښاغلی ساویز زیاته کړه ارزونه باید د قانون او مقراراتو سره سم پلی شي نوي کارکوونکي باید د (۶) میاشتو وروسته وارزول شي چي داسی نه ده بلکې په دیرو وزارتونو کې وروسته له یوکال څخه ارزول کیږي .
همدارنګه موږ د ارزونی په برخه کې تر ( ۴۰۰۰ ) زرو څخه زیات کسان روزلي دي چي تراوسه ښي پایلی نه لري.او بله مهمه موضوع دا ده چي کارکونکی له دغه بهیر څخه ښه پوهه نلري
بله ستونزه داده چي د ارزولو په وخت کې کارکوونکوته یو شان شمیرو ورکول کیږي چي دا نه معلومیږی چی کوم کارکوونکي زده کړوته اړتیا لري او کوم باید وهڅول شي.