د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ انسټیټوټ ( ۳۴ ) فارغینوته د لیسانس په کچه بری لیکونه ورکړل شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

ICTI Students Graduation Party

په هغه غونډه کې چي د روان کال د مرغومي د میاشتې په ۲۸\ ۱۰ \ ۱۳۸۹ نیټه د اورانوس په هوټل کې جوړه شوې وه غونډه کې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ سر پرست وزیر ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ښاغلی غلام نبي ( فراهی ) د کمپیوټر ساینس د پوهنځي رئیس  ښاغلی محمد عارف (  تڼیوال ) د انجنیری پوهنځي رئیس  ښاغلی زلمی ( ذاهب) د پولتخنیک رئیس ښاغلی عزت الله ( حامد )  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت معینان ښاغلی وهاب الدبن ( سادات ) د وزارت مالی او اداری مرستیال ښاغلی انجنیر بریالی ( حسام ) د وزارت  تخنیکی مرستیال  ښاغلی غلام جیلانی  ( وزیری )  دمقام د دفتر رئیس ښاغلی اجمل ( عیان ) د پلان او پالیسی رئیس  ښاغلی گل احمد( راستمن ) د افغان تیلی کام رئیس ښاغلی خلیل الله ( خلیل) د بشری سرچینو رئیس  د خصوصی شرکتونو استازو د مخابراتو وزارت رهبری هئیت ، د  کابل پوهنتون ځینو استادانو ، د مخابراتي او معلوماتی ټکنالوجۍ استادانو ، کارکوونکو او ځینو کورنیو او بهرنیو میلمنو ګدون کړئ وو.


غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.


 لومړی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتوت رئیس ښاغلی انجنیر میرعبدالرحمن ( صدري) راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست وويل او پرانیستونکې وینا وکړه.


ورسته بیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین یوه هراړخیزه وینا وکړه او ويې ویل زه نن ډیر خوښ یم چې  په دغه محفل کې ګډون کوم او دغو محصلینوته مبارکي وایم .


د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتوت لومړی مسلکي انستیتوت دی چې د لیسانس په کچه نن ورځ بریالیومحصلینوته بری لیکونه ورکوي  همداراز د لوړو زده کړو له وزیر څخه مننه کوم چي د انستیټوت په جوړه ولو کې موږ سره مرسته کړي ده او همدارنګه د کابل پوهنتون له استادانو څخه هم مننه کوم چي د ځوانانو په روزنه کې دغه انستیتوت سره مرسته کړي ده او اوس مهال محصلین نسبتا له ښه زده کړو څخه برخمن دي او د دغه انستیتوت استادان او محصلین د انترنت له لاړې نړي سره نښلول شوي دي او خپل زیاتي ستونزي د انترنت له لاړې حل وی  افغانستان په تېرو (۶) کلونو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې ډیر پرمختګ کړئ دی او افغانستان د سیمې له هیوادونو سره برابر او یا هم لوړ دی اوس مهال په خصوصي شرکتونو کې ډېر کم بهرني وګړي کار کوي او نور ټول افغانان دي چې په خصوصي شرکتونو کې په کار بوخت دي .اوس دغه فارغین کولائ شې چې په خصوصي شرکتونو کې لکه افغان بیسیم ، روشن ، اتصالات ، افغان ټیلي کام ، اریبا  او انټرنټي شرکتونو کې دندې تر سره کړي او خپلو خلکو او هېوادوالو ته د خدمت وړ وکرځي او همدارنګه د ایران له اسلامي جمهوریت څخه مننه کوم چي د دغه انسټیټوټ د جوړ ولو په برخه کې موږ سره مرسته او همکاري درلوده چې په ډېر  مدرن او پرمختلي وسایلو سمبال دی .


وروسته بیا د د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ښوونکي یوه لنده وینا وکړه او دغونډې په وروستۍ برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیراو دوزارت د رهبرئ هیئت  له خوا په محصلینو بري لیکونه او ډالې ووېشل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۱۱
Background image

د پکتیکا ولايت په شکین ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د پکتیکا...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۳
Background image

سمنګانو ولایت کې د یو شمیر مخابراتي شبکو د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د ارزونې په ترڅ کې څرګنده شوه چې تر دې مهاله د سمنګانو ولایت د پیرودونکو استازولیو لپاره د مخابراتي شکبو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۰:۵۱
Background image

ننګرهار ولایت کې د نویوسیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې په اساس د ننګرهار ولایت د یوشمیر مخابراتي شبکو...

بېرته خبرونه ته