پکتیا ولایت کې د نویوسیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري په مرکز ګردیز ښار او څمکنیو ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو له نویو بې شمېرې او شمېرې لرونکو سیمکارتونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه.
د دغې څارنې په ترڅ کې ډاډ تر لاسه شو چې تر دې دمه د مخابراتي شبکو له لوري په یاد ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې د کړنلارې مطابق د نویو سیمکارټونو د خرڅلاو لړۍ پر مخ روانه ده او همدا رنګه د ولایتي ریاست له لوري مخابراتي شبکو ته په دې برخه کې مشترکینو لپاره د آسانتیاو د برابرولو سپارښتنې وشوې.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نظارتي ټیمونه د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو له خدمتونو څخه وخت په وخت څار ترسره کوي او د غیر قانوني کړنو په صورت کې یې مخنیوی کوي.