سمنګانو ولایت کې یو شمېر غیر مجاز مخابراتي وسایل ونیول شؤل

د سمنګانو ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د یاد ولایت دره صوف بالا ولسوالۍ دهن تور سیمه کې د امنیتي ارګانونو په ملتیا یو شمېر غیر مجاز مخابراتي وسایل چې د مخابراتي فریکونسیو د اخلال په موخه کارېدل ضبط کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هېواد کۍ د غیر مجاز مخابراتي وسایلو مخنیوي کؤي او چاته اجازه نه ورکؤي چې د فریکونسۍ د اخلال سبب ؤګرځي، او همداراز له هغو وسایلو او تجهیزاتو استفاده کؤل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې له کړنلارو او پالیسیو سره په ټکر کې ؤي غیر قانوني شمېرل کېږي او د ترسره کېدو په صورت کې قانوني چلند سره مخ کېږي.