د هرات ولایت زاول ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه وشوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۲:۳۵
ولایت هرات

د هرات ولایت زاول ولسوالۍ میان رودي سیمه کې د مخابراتي چوپړ په موخه د یوه مخابراتي سایټ څارنه ترسره شوه.

له مخابراتي چوپړه بې برخو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د برابرولو په دوام د هرات ولایت زاول ولسوالۍ میان رودي سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت د یوه سایټ چې د اټرا ادارې د ټي ډي ایف لسمې پروژې پر مټ جوړېږي رغنیزې چارې پیل شوې .

یاد مخابراتي سایټ چې د زاول ولسوالۍ محرومو سیمو د پوښښ په موخه په پام کې نیول شوی له جوړېدو سره به یې د یادې سیمې ډیری خلک له انټرنټي او مکالماتي خدمتونو برخمن شي

د هرات ولایت زاول ولسوالۍ کې د یاد مخابراتي سایټ د څارنې په ترڅ کې اړونده شرکت ته سپارښتنه وشوه چې د سایټ د کیفیت په پام کې نیولو سره د تړون مطابق خپلې چارې بشپړې کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا اداره چې هېواد کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم دنده پر غاړه لري هڅه کوي د هېواد ټولو برخو ته د مخابراتي چوپړ د رسولو په اساس د انټرنټ او مکالمو آسانتیاوې رامنځته کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۵:۱۰
Background image

سږکال د بادغيس ولايت په بېلابېلو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو کې ټولټال ۲۷ مخابراتي سايټونه فعال شوي دي

په ټوله کې د بادغیس ولایت بیلابیلو سیمو کې ۱۰۳ مخابراتي آنټنونه لګول شوي چې د انټرنټي او مکالماتي ستونزو د حل په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۳۳
Background image

زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې دوه ۴جي سایټونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ په عمومي شاهراه، پښ کنده او...

بېرته خبرونه ته