د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۲۰۱۱ کال د ( GSM ) نړيواله ډالی لاسته راوړه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

غونډه چې په همدې اړوند د وزیرانو شورا په ماڼۍ کې د ښاغلي استاد محمد کریم خلیلي د جمهوري ریاست دویم مرستیال د کابینې ښاغلو وزیرانو ،جګ پوړو دولتي او غیردولتي استازو ،په کابل کې میشت د بهرنیو هېوادونو سفیرانو ،د خصوصي شرکتونو رئیسان،د بانکونو رئیسان او دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري هئیت او ځینو کورنیو او بهرنیو میلمنو گډون کړی وه .

GSMA

غونډه  د قرانکریم او ملي سرود په خپریدو سره پیل شوه.


لومړی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ مرستیال ښاغلي انجنیر بریالی (حسام ) راغلو میلمنوته ښه راغلاست وویل  او دمخابراتي سکټور د ودې په اړه ئې یوه لنډه وینا وکړه .


وروسته بیا ښاغلي استاد محمد کریم خلیلي د جمهوري ریاست دویم مرستیال دغه ویاړ او لاسته راوړنه  ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري هئیت،مسولینو او د افغانستان خلکوته مبارکي وویله . او زیاته يې کړه زموږ هېواد افغانستان د مخابراتو په برخه کې په تېرو ( ۹) کلونوکې زیاتې لاسته راوړنې لري . له دغه جملې څخه دمخابراتي شبکو پرختیا،انټرنټ،د نوري فایبر پروژه بریښنائي تذکرې او داسې نورو فعالیتونو یادونه وکړه زموږ ګران هېوادوال په نږدې راتلونکي کې بریښنائي تذکرې ترلاسه کړي زموږ هېواد د کاونډیو هېوادونوپه پرتله د مخابراتو په برخه کې زیاتې لاسته راوړني لري .


د افغانستان دولت که ستونزې هم  لري ډیرې لاسته راوړنې هم لري  له دې جملی څخه  د GSM نړیواله ډالۍ ده  چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ اود افغانستان د خلکو په برخه شوې ده دا د دې ښکارندوی ده چې افغانان د دې استعداد لري .


 دکارپوهانوپه هاند دا دریم صنعتي انقلاب دی، دغه انقلاب جغرافیائي واټنونه له منځه وړي او نړۍ ئې په یوه کلي بدله کړې کله چې په نړۍ کې یوه کوچنۍ واقعه را منځته شي نړیوال  دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له لارې خبریږي .


دغه ټول د معلوماتي ټکنالوجۍ له برکت څخه ده چې دغه لوی تحول رامنځ ته شوی دی . هغه چې موږته ارزښت لړي بریښنایي حکومت والی،دفساد له منځ نه وړل،دکار چټکتیا،دمعلوماتي ټکنالوجۍ څخه د هېواد د اقتصاد د پراختیا او لوړتیا کې ګټه اخیستنه.


زموږ هیله د رسنیو نه دا ده چې نه یواځې منفي ټکي بلکه مثبت ټکي هم انعکاس کړي د بیلګې په توګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ لاسته راوړنه او داسې نور.


د غونډې په ترڅ کې ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر دغه ویاړ د افغانستان ښاغلي ولسمشر د جمهوررئیس دویم مرستیال،د کابینې ښاغلو غړو،ښاغلومعین صاحبانو،د اساسي قانون د نظارت د کمیسیون ښاغلی رئیس،ټولو درنو او ښاغلو میلمنو د مخابراتي شرکتونو ښاغلو استازو، د پارلمان،ښاغلو غړو د عامه رسنیو استازو خویندو او وروڼو اسلام علیکم  ورحمت اله:


زه غواړم ډیرې لنډې خبرې وکړم زما خبرې به هغه خبرې وي چې ما په بارسلونا کې د دغې ډالۍ د اخیستلو په وخت کې کړې وې . زه ډیر خوشحاله یم چې د هېودوالوته د خدمت په لرکې د ( GSM ) دغه  نړی واله ډالۍ او ویاړ سږ کال د افغانستان د حکومت په برخه شوه زه د دغه ویاړ په اړوند جلالتماب جمهور رئیس ښاغلو مرستیالنوته د کابینې ښاغلو غړو د دولت ټولو لوړ پوړو چارواکوته د افغانستان ټولو نجیب ولس ته  مبارکې وایم.


البته دا ډالۍ استاد محمد کریم خلیلي لطف وکړ تبریکي زیاتره ماته راکړه لیکن زما په هاند دغه ډالۍ نه یواځي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ پورې اړه لري زما په هاند په لومړي قدم کې دا ډالۍ پخپله د جمهور رئیس جلالتماب حامد کرزي او دهغه ښاغلو مرستیالانو لپاره ده .


زه غواړم څلور مهم تکې ووایم:


لومړی:دا چې د ښه رهبرۍ په اساس دمخابراتو د سکټور ثبات دی ما په دغه وزارت کې (۲) کاله د سر مشاور په صفت او وروسته ( ۶) کاله د وزیر په صفت وظیفه اجرا کوم او یو عمده دلیل د پرمختګ په دې سکټور کې ثبات دی.


دویم :  د جمهور رئیس له اعتماد څخه زه او زموږ وزارت برخمن وو.


دریم : دا ټکي ډیرمهم دي چې موږ ته یې کاملاً واک راکړی وه چې موږ د دغه سکټور په برخه کې تصمیم ونیسو .


څلورم : هغه دا چې موږ کوم تصمیم نیوه جمهور رئیس زموږ له تصمیونو څخه ملاتړ کاوه.


نو زه فکر کوم چې دا هم د دې رهبرۍ په اساس دغه پرمختګ او ویاړ د افغانستان او زموږ په برخه شوی دی په نورو هېوادونو کې د مخابراتو په برخه کې ډیر پرمختګ شوی اومهم علت یې د حکومت او خصوصي سکټور ترمنځ ښه مشارکت دی، په افغانستان کې د مخابراتو په سکټور کې د حکومت او خصوصي سکټور ترمنځ ښه مشارکت شته چې د نورو سکټورنو لپاره یوه ښه بیلګه ده موږ اوس د مخابراتو په سکټور کي ( ۵) شرکتونه لرو افغان ټیلي کام،افغان بیسیم،اتصالات،روشن،MTN او د دې ترڅنګ تر (۳۰) زیات انټرنټي شرکتونه هم فعالیت کوي او تقریباً یونیم (ملیارد ډالر) په افغانستان کې پانګه اچونه شوې ده چې دا په هېواد کې تر ټولو لويه پانګه اچونه ده د همدغې  پانګه اچونې په اساس تقریبا (۸۰) سلنه وګړي د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راغلي دي.او پاتې ( ۲۰) سلنه به ډېر ژر د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي چې دا په سیمه کې ساری نلري د سیمې په هېوادوکې  مخابراتي خدمتونه تر( ۸۰ ) سلنې نه دی رسیدلی او په افغانستان کي (۱۵) ملیونه وګړي د مبائیل څخه ګټه اخلي او اوس مهال په هېواد کې د (۱۰۰ ) زرو څخه زیات کسان د مخابراتو په سکټور کې په کار بوخت دي .


زموږ لپار دیره مهمه مسله دا ده چې دافغانستان خلکو له دغه ټکنالوجۍ څخه هرکلی وکړاو مخکې له دې چي مخابراتي شرکتونه خپل فعالیت پیل کړی خلکو سیم کارټونه اخیستی وه چي دا د خلکولیوالتیا ښیي همدارنګه په نږدې را تلونکي کې به نوي ټکنالوجۍ چې د ( 3G ) یا دریم نسل په نوم یادیږي  ډله  ډېرو آسانتیاو لپاره ورڅخه ګته واخیستل شي.


وروسته بیا د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي امین الله امین دغه ویاړ ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رهبري هئیت او دافغانستان خلکوته مبارکي وویله . او د دغه وزارت کړنې او لاسته راوړنې وستایلې د غونډې په ورستۍ برخه کې ښاغلي قربان حقجو د خصوصي سکټور په استازیتوب  خبرې وکړې او دغه ډالۍ یې د افغانستان خلکوته مبارکي وویله او زیاته يې کړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ یواځنی کامیاب وزارت دی چې موږ سره کومه سرغړونه نه لري او له نورو وزارت خانو څخه موهیله دا ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یوه بیلګه وګرځوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۱۱
Background image

د پکتیکا ولايت په شکین ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د پکتیکا...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۳
Background image

سمنګانو ولایت کې د یو شمیر مخابراتي شبکو د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د ارزونې په ترڅ کې څرګنده شوه چې تر دې مهاله د سمنګانو ولایت د پیرودونکو استازولیو لپاره د مخابراتي شکبو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۰:۵۱
Background image

ننګرهار ولایت کې د نویوسیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې په اساس د ننګرهار ولایت د یوشمیر مخابراتي شبکو...

بېرته خبرونه ته