د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د عامې روغتیا او تحصیلي سکټور د ډيجیټلایز کولو په موخه له ټاکل شوې تخنیکي کمېټې سره ناسته وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هېواد کې د ګڼو امارتي ادارو لپاره د سیسټمونو د جوړولو او تطبیق په لړ کې د عامې روغتیا او عالي تحصیلاتو د سکټور د ډیجیټلایز کولو پروسې د پیل په موخه اړوندې کمېټې سره چې د مالیې محترم وزارت استازي هم پکې ګډون درلود ناسته وکړه.
په دغې ناسته کې د دواړو وزارتونو په فعالو، غیر فعالو او هغو سیسټمونو چې اوس مهال ترې ګټه اخیستل کېږي خبرې وشوې او همدا راز یادونه وشوه څو د روغتیايي برخې اړتیاوې راټولې، تحلیل او لومړیتوبونه وټاکل شي، څو د معلوماتي سیستمونو او اړوندو زیربناوو د جوړولو عملي کار پیل شي.
د مالیې محترم وزارت د دې پروسې د تطبیق په موخه مالي ملاتړ په برخه کې خپل بشپړ ډاډ څرګند کړ او همدارنګه، د یادو وزارتونو استازو د اوسني وضعیت او شته زیربناوو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د مطلوب حالت پر لور د پرمختګ لپاره، د ارزونې د پروسې پیل، د لومړي ګام په توګه تر لاس لاندې ونیول شو.
د ډیجیټل ټکنالوجۍ د چټک پرمختګ له امله، د نړۍ ډېری هېوادونه هڅه کوي خپل روغتیايي سیسټمونه برېښنايي یا ډیجیټلي کړي.
د روغتیايي خدمتونو ډیجیټلایزېشن د معلوماتو د معیاري کېدو، د خدمتونو د چټکتیا، او د پرېکړو د دقت لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کولای شي په همدې موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅه کوي افغانستان کې امارتي ادارو او وزارتونو ته ګڼ سیسټمونه جوړ او پر مټ یې خپلې چارې اسانې او هېوادوالو ته چټک خدمات وړاندې کړای شي.
ډیجیټلایزېشن هغه پروسه ده چې له لارې یې پخوانۍ لاسي چارې برېښنايي او اتومات بڼه خپلوي، په روغتیايي برخه کې دا بهیر د ناروغانو د معلوماتو ثبت، د تشخیص سیستمونه، د درملنې څارنه، د ادارو مدیریت، او د پالیسۍ جوړونې ټول پړاوونه پیاوړي کوي.
د وګړو فزیکي او رواني روغتیا د هر هېواد یو مهم بنسټیز فکټور دی، له همدې امله اړینه ده چې د روغتیا په برخه کې منظم، دقیق او تازه معلومات شتون ولري او پروسې ډیجیټیلایز شي، تر څو پرې د تصمیم نیونې او پالیسۍ جوړونې لپاره ګټه واخیستل شي او د روغتیايي خدمتونو کیفیت نور هم لوړ شي.
په دې برخه کې د معلوماتي سیستمونو رول ډېر مهم دی، ځکه دا د معلوماتو د تنظیم او د اداري پروسو د اتومات کولو له لارې چارې له کاغذي او وخت نیوونکو لارو څخه ډیجیټلي او چټکو سیستمونو ته اړوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ډیجیټلایزېشن په برخه کې په پرله پسې ډول هڅې کوي او په لومړي پړاو کې د وزارتونو او دولتي ادارو د اړتیاوو له مخې بنسټیز معلوماتي سیستمونه جوړوي، څو د وخت له غوښتنو سره سم د خدماتو کیفیت لوړ شي.